د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: نن له افغان ځواکونو سره د ناټو ژمنې اعلانیږي


اجرائیه رئیس عبدالله نن د بروسل په ښار کې خبریالانو ته وویل، چې افغان ځواوکونه د ناټو ملاتړ ته اړتیا لري.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، ټاکل شوې،نن د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱ مه)، چې د بلجیم په پایتخت بروسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو د روانې ناستې دوهمه او وروستۍ ورځ ده د افغانستان په هکله هم په دغه سرمشریزه کې خبرې وشي.

ښاغلي عبدالله هیله وښوده چې د ناټو د غړو هیوادونو مشران به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ۲۰۲۰ کال هغه خوا د خپلو مرستو د دوام ژمنه هم وکړي.

اجرائیه رئیس عبدالله د پنجشنبې د ورځې له غرمې وړاندې یو شمیر افغان خبریالانو سره په خبرو کې هیله وښوده، چې ناټو به افغانستان سره خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.

هغه وویل، د ناټو د سرمشریزې ګډونوال به د افغانستان په اړه نن په یو ساعت اوږده غونډه کې خبرې وکړي او هم به جمهور رئیس محمد اشرف غني او د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ دې غونډې ته ویناوې وکړي

ښاغلي عبدالله وویل " په هغه غونډه کې، چې په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه جوړیږي، د ۲۰۲۰ کال وروسته به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو ژمنې اعلان شي".

ناټو ټولنې له وړاندې افغانستان ته د درې زرو پوځي سلاکارانو د استولو او د ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د دغه هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو د دوام په اړه افغان لوري ته ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي عبدالله وویل، افغان حکومت هڅه به دا وي، چې د پوځي بودیجې یوه برخه له خپلو داخلي منابعو څخه پوره کړي.

ټاکل شوې، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به د کابل پر وخت د ماښام پر اوو بجو د ناټو سرمشریزې ته وینا وکړي.

د جنرال دوستم بیرته ستنیدل

د افغانستان اجرائیه رئیس دغه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال وطن ته د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ستنیدلو په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دی د ښاغلي دوستم د ستنیدلو په برخه کې مخالفت نه کوي.

ښاغلي عبدالله وویل، که چیرې افغانستان ته د جنرال عبدالرشید دوستم د ستنیدلو په برخه کې کومې حقوقي او یا هم قانوني ستونزې نه وي نو خلک باید پرې پوه شي.

ښاغلي عبدالله وویل" زه د دې طرفدار نه یم، چې زمونږ د هیواد شخصیتونه له هیواد بهر اوسي او خپل هیواد ته د ستنیدلو اجازه ونه لري".

اجرائیه رئیس عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د تیرو لسو ورځو راهیسې د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې وطن ته د جنرال عبدالرشید دوستم د ستنیدلو په ملاتړ لاریوونه شوي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال د شاوخوا دوو کالو راهیسې په ترکیه کې دیره دی.

تیرکال کله، چې هغه غوښتل د ترکیې څخه په یوه الوتکه کې مزارشریف ته ستون شي، د سپرلۍ الوتکه یې د مزارشریف د جلال الدین بلخي په هوايي ډګر کې د څو ساعتونو د انتظار وروسته بیرته انقرې ته ستنه شوه.

پر جنرال دوستم او د هغه په یو شمیر ساتوونکو باندې د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي د جنسي زورونې تورونه لګیدلي دي. خو جنرال دوستم دا تورونه د خپلو سیاسي مخالفانو یوه توطیه ګڼي.

XS
SM
MD
LG