د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه رئیس عبدالله: د سولې خبروته دې بیا کتنه وشي


اجرائیه رئیس د وزیرانو شورا غونډې ته په وینا کې د طالبانو سره د سولې د خبرو په هکله د بیا کتنې غوښتنه هم وکړه.
اجرائیه رئیس د وزیرانو شورا غونډې ته په وینا کې د طالبانو سره د سولې د خبرو په هکله د بیا کتنې غوښتنه هم وکړه.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي چې د نوي حکومت له جوړیدو راوروسته په تیرو لسو میاشتو کې پاکستان په افغانستان کې دتروریزم سره د مقابلې په برخه کې د اخلاص له مخې هیڅ کوم ګام نه دی پورته کړی.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس د سه شنبې په ورځ د وزیرانو د شورا د اونیزې غونډې د جوړیدو دمخه خبریالانو ته وویل چې که څه هم په دغه موده کې پاکستاني چارواکو د افغان حکومت چارواکو سره د سولې په هکله خوندورې او نرمې خبرې کړي دي خو هغوی چې د ښاغلي عبدالله په وینا د افغانستان د خلکو پر وړاندې جنایت کوي په پاکستان کې تجهیز کیږي.

ښاغلي عبدالله وویل "په دې کې هیڅ شک نشته ټول هغه کسان چې په ډیرې بې شرمۍ زمونږ د خلکو پر وړاندې جنایت ترسره کوي اود دغو اعمالو د مسولیت په اخیستلو ویاړي هغوی د پاکستان په اسلامي جمهوریت کې میشت دي".

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وویل کله چې تیرکال د پاکستان په پیښور ښار کې په یو ښوونځي بریدونه ترسره شول د پاکستان د پوځ مشر په همغه ورځ کابل ته راغی او دوی ته یې وویل چې د هغو کسانو له ډلې چې د پیښور په ښار کې یې بریدونه ترسره کړي په افغانستان کې میشت دي.

اجرائیه رئیس وویل "پرته له دې چې مونږ له هغه د شواهدو د وړاندې کولو ادعا وکړوورسره مو د مرستې وعده وکړه او همکاري هم ورسره وشوه، نن په داسې حال کې چې جنیاتکاران په رڼا ورځ کې د بریدونو مسولیت په غاړه اخلي د هغوی د فعالیتونو پر وړاندې هیڅ ډول محدودیتونه نشته دي او په ډیرې بې شرمۍ د افغانستان د خلکو پر وړاندې جنایتونو ته دوام ورکوي ".

اجرائیه رئیس د طالبانو د مشر د مړینې د خبر د پټ ساتلو مسلې ته په اشارې وویل د دغې ډلې د مړشوي مشرپه استازیتوب د طالبانو یوې ډلې د افغان حکومت د طالبانو له استازو سره خبرو ته هم کښیناست.

اجرائیه رئیس وویل چې د ملا عمر د مړینې وروسته د هغه د ځای ناستي لپاره په پاکستان کې په رڼا ورځ په ازاده توګه غونډې جوړیږي، چې د ښاغلي عبدالله په وینا یو بل څوک مشر شي او د افغانانو د وژلو لړۍ ته دوام ورکړي.

عبدالله عبدالله وویل چې په کار دي چې د سولې په خبرو له سره غور وشي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د طالبانو د مشر د مړینې د خبر د خپریدو وروسته په افغانستان کې د مخالفو وسله والو په بریدونو کې زیاتوالي ته په اشارې وویل چې دا بریدونه ددې لپاره ترسره کیږي چې ترڅو طالبان خپل شیندل شوې لیکې بیرته راټولې کړي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پاکستاني رسنیو تیره ورځ د افغانستان د جمهوررئیس او د پاکستان د صدراعظم ترمنځ د ټیلیفوني خبرو خبر ورکړی دی.

تیره ورځ د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو او کورنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز امریکا غږ ته وویل چې پاکستان هڅه کوي چې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بل پړاو ژر پیل شي.

تراوسه پاکستان حکومت د افغان حکومت ددغه چارواکي د غو څرګندونو ته ځواب نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG