د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه رئیس د پروژو کار باید یوه ورځ هم ونه ځنډیږي


اجرائیه رئیس نن د سړک جوړولو د پروژو د لاسلیک غونډې ته وینا کې وویل چې باید د پروژو کار یو ورځ هم ونه ځنډیږي.
اجرائیه رئیس نن د سړک جوړولو د پروژو د لاسلیک غونډې ته وینا کې وویل چې باید د پروژو کار یو ورځ هم ونه ځنډیږي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي چې باید د پروژو د کار پیل د رسمي پرانیستې غونډو لپاره ونه ځنډیږي.

عبدالله عبدالله چې نن یې په کابل کې د سړکونو د جوړولو ټړونونو د لاسلیک غونډې ته خبرې کولې وویل چې هیڅ پروژه د شخصي ګټو په خاطر نه ده ځنډیدلې، بلکې د هغه په وینا د یو شمیر پروژو په برخه کې شکایتونه موجود وو.

اجرائیه رئیس وویل چې په تیره یوه میاشت کې چې د سړک د جوړولو کومو پروژو کارونه پیل شوي، د دې امکان یې وو، چې دا پروژې د دې وړاندې هم پیل شوی وې.

شاغلي عبدالله وویل " باید یو چټک حل ولټول شي، تر د خلکو پوښتنې چې د متوازن پرمختګ په برخه کې یې لري د وخت په تیرو ، خو نه د وخت پر ضایع کیدو د خلکو شکایتونه او ستونزې حل شي ".

اجرائیه رئیس عبدالله د پروژو په اړه د خلکو د شکایتونو پر مسله دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې په وروستیو کلونو کې یو شمیر انکشافي پروژو کارونه د امنیتي ستونزو، بودیجې نشتوالي، فساد او د قراردادونو د نه شفافیت له امله ځنډیدلي دي.

د انکشافي پروژو پنځه قراردادونه

نن د اجرائیه ریاست کې د سړک جوړولو درې قراردادونه د فواید عامې وزارت او د خصوصي شرکتونو د چارواکو ترمنځ لاسلیک شول. په دې پروژه کې د باغیس، فاریاب، نورستان، خوست، بغلان او بامیان ولایتونو ترمنځ د سړکونو د غځولو پروژې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG