د لاس رسي وړ اتصالات

د روباتونو جوړولو بهیر ډیر سوکه دی

A staff walks past robots serving at a nursery home in Hangzhou, Zhejiang Province, China, May 17, 2016.
A staff walks past robots serving at a nursery home in Hangzhou, Zhejiang Province, China, May 17, 2016.

له څو کلونو راهیسې اورو چې د روباتونو عصر راتلونکی دی او ویل کیږي چې کیدای شي ډیر ژر زمونږ کورونو ته لاره ومومي. خو د امریکا په لاس ویګاس کې د تکنالوژۍ د مصرفي اجناسو په لوی کلني نندارتون کې له ورایه معلومیده چې روباتونه په بیلابیلو برخوکې تر اوسه ډیر کوچني قدمونه اخلي. دغه نندارتون د جنورۍ د میاشتې له پنځمې تر اتمې نیټې پورې دوام درلود.

که چیرې تاسو فکر کوئ چې روباتونه د انسان ډوله مخلوقاتو په څېر له تاسو سره په ورځنیو کارونو کې مرسته کوي، نو د اوس لپاره داسې فکر مه کوئ. ښايي څوکاله وخت ونیسي چې دغه تکنالوژي دغه پړاو ته ورسیږي.

که څه هم، یو شمیر ډیر مهم روباتونه په خاصه توګه د ماشومانو د استفادې وړ هغه ،ورو ورو د ودې او پرمختګ په حال کې دي.

Emerson Hill, 6, interacts with Pepper the robot at Westfield Mall in San Francisco, Dec. 22, 2016.
Emerson Hill, 6, interacts with Pepper the robot at Westfield Mall in San Francisco, Dec. 22, 2016.

برقي جاروګانې دیرې مشهورې ځیرکې وسیلې دي.

د کړکۍ پاکوونکي روباتونه، دومره مشهور نه دي، ځکه د ټولو کورونو کړکۍ د دوی د کار لپاره مناسبې نه دي.

خو بیا هم ډیر لیدونکي یې په لیدو حیران شول، او په حیرت کې شول چې څنګه په ښېښو باندې له لوېدو پرته پورته ځي.

Roomba, robot penghisap debu (vacuum cleaner) yang dibuat oleh perusahaan iRobot.
Roomba, robot penghisap debu (vacuum cleaner) yang dibuat oleh perusahaan iRobot.

یو شمیر نور روباتونه بیا په هوايي میدانونو او بانکونو کې مشتریانو ته خدمات وړاندې کوي.

A boy gets to know Pepper the robot at the Westfield Mall in San Francisco, Dec. 22, 2016. Pepper has trouble understanding what people are asking, requiring shoppers to type in their requests for mall directions on a tablet mounted on the robot's chest.

د روباتونو یو بل ډیر مهم اړخ د انسانانو لپاره اجتماعي ملګري جوړیدل دي. او خلک ورسره خپل احساسات شریکوي.

iPhone Robot
iPhone Robot

یو دلیل چې ولې روباتونه تر اوسه زمونږ کورونو ته نه دي رارسیدلي دادی چې تر ټولو کوچنۍ پرزه یې هم باید داسې ډیزاین شي چې د ډیر سترس په وړاندې مقاومت وکړي.

Two young sisters get to know Pepper the robot at Westfield Mall in San Francisco, Dec. 22, 2016.
Two young sisters get to know Pepper the robot at Westfield Mall in San Francisco, Dec. 22, 2016.

لیدونکو همدارنګه په سږني نندارتون کې د ماشومانو لپاره جوړه شوې یوه روباتیکه څوکۍ او د ساعتیرۍ لپاره جوړشوي ډول ډول روباتونه ولیدل. انجنیران وايي اوسني روباتونه د نویو تکنالوژیو امتحاني بڼه جوړوي چې به بالاخره روباتونه په کورونو کې د کارونو د کولو لپاره جوګه کړي.

XS
SM
MD
LG