د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د خبرداري سربیره امریکا کې د مریتوب د یو ملاتړي مجسمه ونړول شوه


د جان کالهون، مجسمه

د امریکا د متحده ایالاتو د یو پخواني مرستیال جمهور رئیس جان کالهون، مجسمه چې د مریتوب ملاتړی و، د امریکا د جنوبي کارولینا د چارلستون د ښار له یو چوک څخه راښکته کړای شوه.

د چارلستون ښار ښاري شورا د سه شنبې ورځې جون ۲۳ (چنګاښ ۳) ناوخته ددې مجسمې د لرې کولو په هکله رایه ورکړه او د کالهون مجسمه د نیمې شپې وروسته په یوه بجه د سلګونو کسانو په شتون کې د چارلستون ښار د ماریون څلور لارې له ۳۰ متره لوړ څلې څخه راښکته کړای شوه.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ خبرداری ورکړی هر هغه څوک چې د مجسمو او نورو فدارلي اموالو د ویجاړولو پر وخت ونیول شي ښایي په لس کاله بند محکوم شي.

ښاغلي ټرمپ د سه شنبې په ورځ په خپل ټوټیر کې ولیکل: "فدرالي حکومت ته مې صلاحیت ورکړی تر څو د پخوانیو سرتیرو د یادښت د ساتنې د قانون په اساس او نورو ورته قوانینو له مخې هر هغه څوک چې په متحده ایالاتو کې تاریخي عابدات، مجسمې او یا نورو فدرال ملکیتونو ته تاوان ورسوي یا یې ویجاړوي، ونیسي او تر لسو کلونو پورې په بند یې محکوم کړي."

ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې دغه قانون به سمدستي پلی شي او هغه کسان به هم تر دې قانون لاندې راشي چې دمخه یې وران کاري کړې ده. ښاغلي ټرمپ په دوام کې لیکلي چې: "هیڅ ډول استثنی به نه وي!"

په متحده ایالاتو کې د نژادي توپیر او پولیسو د زور زیاتي او بد چلند ضد مظاهرو په نتیجه کې چې د پولیسو په توقیف کې د یو تورپوستي امریکایي د مړینې په خاطر رامنځ ته شوې، اعتراض کوونکو د امریکا په څو ښارونو کې د هغو کسانو د مجسمو په تخریب او ورانولو لاس پورې کړ چې دمخه یې د مریانو په خرڅولو کې لاس درلود او یا یې د مریتوب ملاتړ کړی و.

جان کالهون د ۱۸۲۵ نه تر ۱۸۳۲ پورې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهورو رئیسانو جان ادمس او اندریو جکسن د جمهوري ریاست په دورو کې د امریکا مرستیال جمهور رئیس و. هغه چې یو وخت د امریکا د کانګرس غړی هم و په څرګنده یې د مریتوب ملاتړ کاوه.

XS
SM
MD
LG