د لاس رسي وړ اتصالات

لیز چیني وايي د ټرمپ د بیا جمهور رئیس کېدو مخه به نیسي


لیز چیني چې د پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ منتقده ده، ویلي چې د یوه سیاسي سازمان په جوړولو سره غواړي چې په ټاکنو کې د ټرمپ او د ټاکنو د نورو سرغړونکو د بریا مخه ونیسي.
لیز چیني چې د پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ منتقده ده، ویلي چې د یوه سیاسي سازمان په جوړولو سره غواړي چې په ټاکنو کې د ټرمپ او د ټاکنو د نورو سرغړونکو د بریا مخه ونیسي.

د امریکا د کانګرس په منځمهالو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکې وکیلې لیز چیني ماتې، د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ تاوده بحثونه راپارولي دي.

مېرمن چیني په ولسي جرګه کې د وایومینګ ایالت استازې وه او د پخواني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ له کلکو منتقدینو څخه شمېرل کېږي. د دواړو ګوندونو غړي د مېرمن چیني د سیاسي فعالیتونو پر راتلونکې بحث کوي.

د امریکا د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو ټکانونه اوس هم احساس کېږي. په وایومینګ ایالت کې په منځمهالو ټاکنو کې له ناکامۍ وروسته جمهوري غوښتونکې وکیلې او د پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ منتقدې لیز چیني ویلي چې د یوه سیاسي سازمان په جوړولو سره غواړي چې په ټاکنو کې د ټرمپ او د ټاکنو د نورو سرغړونکو د بریا مخه ونیسي.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند دا سیاستواله وايي: "زموږ د ګوند موقعیت ته په کتو موږ په ټاکنو کې د بریا موقع نلرو ځکه چې ګوند مو د شخصي ګټو په خاطر، اصول او اساسي قانون ته د وفادارۍ اساسات له پامه غورځولي دي. دا په هر دلیل زه فکر کوم چې واقعا خطرناکه ده."

ټرمپ چې باور کېږي د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته درېږي په ټاکنو کې د مېرمن چیني د سیالې هریټ هګمن ملاتړ کړی دی. ددغو سیالیو پایلو وښودله چې ټرمپ په جمهوري غوښتونکو کې ډېر ملاتړي لري.

هریټ هګمن د وایومینګ ایالت د منځمهالو ټاکنو له ګټلو وروسته وویل: "دا هر څه ما پخپله ندي کړي، موږ ټول د جمهور رئیس ټرمپ منندویه یو چې پوهېږي وایومینګ په کانګرس کې یوازې یوه وکیله لري. له پیله د هغه کلک ملاتړ نن شپه موږ بریا ته ورسولو."

ټرمپ په ناسمه ادعا کړې وه چې د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست ټاکنې ده ګتلې وې نه جو بایډن. مېرمن چینې د جمهور رئیسۍ ټاکنو ته د دریدو نیت کړی او ویلي یې دي چې نه یوازې د ټرمپ مخه به نیسي بلکې هڅه کوي چې ټاکنې وګټي.

هغه وايي: "ددغه ډول مهم او جدي مسئلې په اړه چې هره پرېکړه کوم، نیت به مې د بریا وي او فکر کوم چې زه به یوه عالي کاندیده یمه".

ښایي د وایومېنګ د ټاکنو د پایلو یو لامل د محرمو اسنادو د موندلو لپاره د اف بی آی مامورینو لخوا د ټرمپ د شخصي استوګنځای تلاشي وي. ځینو جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د کور پر پلټولو نیوکه کړې ده.

د امریکا د ولسي جرګې جمهوري غوښتونکي غړي ډن کرېنشاو په دې اړه وویل: "تاسې په همدې دلیل د جمهوري غوښتونکو نه زیات توند غبرګونونه اورئ پروا نکوي چې دوی له ټرمپ سره د قضیې په کوم اړخ کې دي. پدې کې تاسې زیات یوالی وینئ ځکه چې دا ناعادلانه ښکاري".

د امریکا د جمهوري ریاست را روانو ټاکنو ته د مېرمن چینې درېدل کاملا څرګند ندي خو ورسره دا هم معلومه نده چې هغه به د جمهوري غوښتونکو نومانده وي که په خپلواکه توګه ټاکنو ته درېږي.

XS
SM
MD
LG