د لاس رسي وړ اتصالات

اقتصادي ستونزې نړۍ کې د ماشومانو د کار د زیاتیدو سبب شوي– رپوټ


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د کرناویروس د وبا څخه د زیږنده ستونزو په وجه په نړۍ کې زیات شمیر ماشومان کار ته اړ شوي دي.

پدې اعلامیه کې چې د ماشومانو د کار په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځ (جون ۱۲) په مناسبت خپره شوې راغلي دي چې متحده ایالات په ټوله نړۍ کې د مختلفو پروژو په تمویل کولو سره د ماشومانو د کار د له منځه وړلو او د ماشومانو د کار په وړاندې د ماشومانو د ژغورنې لپاره د مبارزې په اړه خپله ژمنه بیا تازه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "له بده مرغه د ښوونځیو تړل کیدو او د کرونا وبا په ترڅ کې د روغتیایي او اقتصادي وضعیت سختیدو زیات شمیر ماشومان کار ته اړ کړي دي. د هغوی زیات شمیر لا هم ښوونځیو ته نه ځي. په مونږ پورې اړه لري چې د هغوی ساتنه وکړو."

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولنیز حفاظت په سیستمونو او د ماشومانو د ساتنې لپاره د غښتلو زمینو په رامنځته کولو باندې د زیاتې پانګونې غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان ویلي دي چې د کرونا وبا دمخه د نړۍ د نفوس شاوخوا ۵۳.۱ په سلو کې – شاوخوا ۴.۱ میلیارډ کسان ـ د ټولنیز حفاظت له ګټو څخه برخمن وو. ماشومان په ځانګړې ډول له دغو امکاناتو څخه بې برخې شوي او نژدې ۷۵فیصده ماشومان - ۱.۵ میلیارډ ماشومان – هیڅ ډول ټولنیز حفاظت نلري.

د ملګرو ملتونو د سازمان د شمیرو له مخې اوسمهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۶۰ میلیون ماشومان په کار بوخت دي چې یو شمیر یې یواځې پنځه کاله عمرونه لري. ملګرو ملتونو ویلي چې د ماشومانو کار ددې سبب کیږي چې د هغوی په فزیکي، رواني، ټولنیزه او اموزشي وده ناوړه اغیز وکړي.

افریقا او د آسیا-ارام سمندر حوزه په ترتیب سره په لومړۍ او دوهمه درجه کې ځای لري چې د ماشومانو کار په کې پراخ دی او د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په نړۍ کې ۹۰فیصده کاریګر ماشومان یواځې په دغو دوو سیمو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان او د ماشومانو د ساتنې نړیوالو بنسټونو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو او پدې هیواد کې د اقتصادي کړکیچ وروسته زیات شمیر افغان ماشومان کار ته اړ شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې اوسمهال ۱۰ میلیون افغان ماشومان د ژوندي پاته کیدو لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG