د لاس رسي وړ اتصالات

چین او هند په تور لست کې د يوه پاکستاني پر نوم لانجه لري


هند وايي د جیش محمد ډلې مشر په هغه هېواد کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري

چین ښايي د هند د هغې غوښتنې مخه ډب کړي چې غواړي د پاکستان د جیش محمد د اورپکې ډلې مشر د امنیت شورا د ترهګرو په نوملړ کې ورګډ کړي.

شاید د چین دا اقدام د هند سخت غبرګون را وپاروي. هند د متحدو ایالتونو په مرستې هلې ځلې کوي چې ملګري ملتونه قانع کړي په پاکستان کې مېشتې د جیش محمد اورپکې ډلې مشر مولانا مسعود اظهر نوم له القاعدې سره د تړلیو ترهګرو په لست کې ور شامل کړي.

هند جیش محمد تورنوي چې تېرکال یې په پوځي اډې، په ۲۰۰۲ کال کې یې په پارلمان او د هند په ځینو نورو سیمو کې ترهګریز بریدونه کړي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هو چینیانګ د دوشنبې په ورځ ( اکتوبر ۳۰) وویل چې په دې اړه پرېکړه کول قوي اسناد او د امنیت شورا د غړو اجماع ته اړتیا لري.

ښاغلي چینیانګ وویل "چین له تخنیکي پلوه دا غوښتنه ځنډولې ده، د دغه کار هدف دا دی چې د کمېټې غړو او اړوندو ډلو ته د بحث او مشورې لپاره کافي وخت ورکړل شي. خو له بده مرغه کمېټه تراوسه کومې موافقې ته رسېدلې نه ده".

چین د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دایمي غړی دی چې په دا ډول مسایلو کې یې رایه پرېکړه کوونکې بلل کیږي. د جیش محمد د اورپکې ډلې د مشر په اړه د پرېکړې د ځندولو موده همدا اونۍ ختمیږي.

د اظهر مسعود قضیه د هند او چین په اړیکو کې په یوې حساسې مسئلې بدله شوې ده. نوی ډیلی فکر وي چې بیجینګ د ترهګرو په اړه د هند اندېښنې له پامه غورځوي.

رویټرز خبري آژانس وايي داسې هم انګېرل کیږي چې چین به په هر حال، که اسناد قوي وي یا نه وي، د خپل ملګري پاکستان تر څنګ دریږي چې د هند سر سخت غلیم دی.

پاکستان دا تورونه ردوي چې ګنې په کشمېر کې اورپکو ډلو ته وسلې ورکوي او د هغو ډلو ننګه کوي چې په هند او نورو سیمو کې ترهګریز بریدونه کوي.

پاکستان وایي چې د جنورۍ په میاشت کې د هند په پټانکوټ کې د دغه هېواد په پوځي اډې له برید وروسته یې د مسعود اظهر او د جیش محمد له ځينو غړو پلټنې وکړې خو داسې کوم اسناد یې پيدا نکړل چې له بريد سره د دوې تړاو وښيي.

د جیش محمد ډله وار دمخه د ملي امنیت د شورا په تور لست کې شامله کړل شوې، خو مشر یې مولانا مسعود اظهر لا هم په دغه لست کې شامل نه دی.

XS
SM
MD
LG