د لاس رسي وړ اتصالات

د چین سفیر:افغانستان سره مرسته له چین سره مرسته ده


په کابل کې د چین سفیر ډینګ ژیجون
په کابل کې د چین سفیر ډینګ ژیجون

په کابل کې د چین سفیر ډینګ ژیجون وایي چې چین په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګیدل د خپل هیواد په ګټه ګني او له همدې له امله په افغانستان کې د سولې او د بیا رغونې د بهیر نه ملاتړ کوي.

ښاغلي ژیجون وویل " چین او افغانستان دوه نږدې ګاونډیان دي، په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګیدل د چین لپاره خورا زیات ارزښت لري په حقیقت کې د افغانستان سره مرسته پخپله د چین سره مرسته ده".

د چین سفیر ډینګ ژیجون د سه شنبې په ورځ د کابل د پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنخي کې د چینایي ژبې د ډیپارتمنټ د پرانستلو په مهال امریکا غږ ته وویل چې چین به په راروانو کلونو کې افغانستان ته تر دو ملیاردو چینایې پیسو پورې وړیا مرسته برابره کړي.

هغه وویل دا پیسې به د ښوونې او روزنې ، روغتیا، کرهڼې او د بدلیل معیشیت په پروژو په مصرف ورسیږي.

د چین سفیر د کابل په پوهنتون کې د چینایي ژبې د ډیپارټمنټ پرانستل د افغانستان او چین ترمنځ د کلتوري اړیکو په پراخیدلو کې مهم قدم په توګه یاد کړ وې ویل چې د چینایي ژبي زده کړه به د افغانستان او چین ترمنځ د پیژندګلوي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست محمد عثمان بابري ددغه مرکز د پرانیستي غونډې ته په وینا کې وویل چې چین د دوه زره لسم کال راپه دیخوا افغانستان سره په خپلو اړیکو کې یو نوې باب پرانیستی دی چې ورسره په فرهنګي او کلتوري برخو کې هم د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې پراخه شوي دي.

ښاغلي بابري وویل" د لوړو زده کړو په وزارت کې فکر کوو چې په مخکې څو کلونو کې هم د لوړو زده کړو د وزارت په ساختماني او هم د زیربناوو د جوړولو په برخو کې پرمختونه رامخې ته شي".

چین د افغانستان سره اوږدې تاریخي اړیکې لري او د افغانستان له لارې نه یوازې د چین مالونه دغه هیواد ته راوړل کیږي بلکه د افغانستان نه چینایي مالونه د جنوبي او مرکزي اسیا نورو هیوادونو ته هم وړل کیږي.

د افغانستان د چارویو شمیرکارپوهان وایي چې چین هیڅکله د افغانستان سره ډیرې نږدې اړیکې نه لرلې خو برعکس یې دغه هیواد ګاونډي پاکستان سره تل ډیرې ګرمې اړیکې ستاتلي دي.

د افغانستان د سیمه ایزو څیړونو د مرکز ریس عبدالغفور لیوال د سیمې له هیوادونو چین ته د ورپیښو امنیتي ګواښونو ته په پاملرنې وایي چې چین په افغانستان کې د سولې د ټیکنیدلو سره ځکه لیوالتیا لري چې دا هیواد هم د خپل هیواد د امنیت په باب اندیښنې لري.

ښاغلی لیوال وایي "یو دلیل یې دادی چې که پخپله د سیمه ایزې بې ثباتۍ څخه ګواښل کیږي یعنی د چین غربي ایالت سینکیانګ همدا اوس د یغور اورپکو د بریدونو سره مخامخ دی او سینکیانګ ایالت د چین لپاره ډیر مهم او حیاتي ارزښت لري هم د امنیتي پلوه او هم د اقتصادي پلوه ، چین فکر کوي د سیمه ایزې سولې له لارې کولای شي خپل غربي سرحدونونه او غربي ایالتونه خوندي کړي".

عبدالغفور لیوال په افغانستان کې د سولې او ثبات سره د چین د لیوالتیا د زیاتوالي بل دلیل د دغه هیواد اقتصادي هڅې ګڼي او وایي چې چین نیت لري له خپله هیواده نورې نړۍ په ځانګړې ډول مرکزي او جنوبي اسیا ته لارې وغزوي چې دا لارې له افغانستان نه تیریږي.

هغه وویل " دا تر هغې ممکنه نه ده ترڅو په سیمه کې امنیت نه وي ټینګ شوی".

عبدالغفور لیوال وایي چې چین دغو اهدافو ته د رسیدلو لپارغواړي هم افغانستان او هم پاکستان سره یو ځای کار وکړي.

د افغانستان او چین ترمنځ په اړیکو کې پرمختګ د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې رامخې ته شو.

د افغانستان نوي جمهور رئیس محمد اشرف غني هم بهرنیو هیوادونو ته خپل لومړی کاري سفر هم د چین نه پیل کړ.

د چین نه د جمهور رئیس غني د سفر په وخت د چینایي چارواکو په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو په برخه کې د افغان حکومت مخالفو وسلوالو سره د خبرو د منځګړي په توګه د رول لوبولو ته هم چمتوالی څرګند کړی وو خو تراوسه لا په دې برخه کې کوم عملي ګام اخیستل شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG