د لاس رسي وړ اتصالات

د چین په یوې کارخانې کې چاودنې لسګونه کسان وژلي


چارواکي وایي چې په چین کې د کیمیاوي موادو په یوې کارخانې کې د یوې چاودنې له کبله ۴۷ کسان وژل شوي او تر ۶۰۰ ډیر زخمیان شوي دي.

د چین دولتي تلویزیون راپور ورکړی چې دغه کارخانه د ینګ چینګ په ښار کې ده او له کلونو راهیسې د حشراتو د وژنې مواد تولیدوي.

د راپور په اساس په دغې کارخانې کې د چاودنې له کبله لګیدلی اور د سهار په ۳ بجو مهار شوی و.

لا تر اوسه معلومه نده چې په دغه کارخانه کې اور څنګه لګیدلی و، خو چارواکي وایي چې په اړه به یې پلټنې ډیر ژر پیل کړي.

همداراز د چین یوې ورځپاڼې خبر ورکړی چې دغه کمپنۍ پخوا د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب له قوانینو څخه د سرغړونۍ په تور څو وارې جریمه شوې هم وه.

​د چین په صنعتي پارکونو او کارخانو کې دغه رنګ پیښو د چینایانو غوصه راپارولې ده او له حکومته غواړي چې په دغو کارخانو باندې قانون پلي کړي.

XS
SM
MD
LG