د چین اقتصاد د ۲۰۱۵ کال په دریمې ربعه کې سوکه پرمختګ کړی دی او رشد یې یواځي ۶،۹ فیصده و. د نړۍ د اقتصادي رکوت راهیسې دا لومړۍ ځل دی چې د نړۍ دویم ستر اقتصاد دومره کمزوری اقتصادي پرمختګ کوي.
د چین د احصایې ملي ادارې نن د دوشنبې په ورځ یادشوي ارقام خپاره کړل.
د ۲۰۰۹ کال د دریمې ربعې راهیسې چې د چین اقتصاد په کښي ۶،۲ فیصده پرمختګ کړی و، دا لومړی ځل دی چې ددغه هېواد اقتصاد د ۷ فیصدو نه کښته رشد کوي. د چین د احصایې ملي ادارې ویلي دي چې د چین تولیداتو د سپتمبر په میاشت کې یواځي۵،۷ فیصده رشد کړی دی چې دا هم د اقتصاد د سوکه رشد ښکارندوی دی.
اوس مهال د چین اقتصاد د تیرو ۲۵ کلونو په مقایسه تر ټولو زیات سوکه رشد کوي ځکه په نړۍ کې د صادراتو تقاضا کمه سوې ده سره له دې چې چین د تیرکال د نومبر د میاشتې راهیسې خپل د سود کچه پنځه ځلې راکښته کړه او په زیربنايي پروژو کې یې هم زیاته سرمایه ګذاري وکړه.
په چین کې د اسهامو د مارکټ سقوط او دغه راز د بیجنګ له خوا ددغه هېواد د سکې [ یان] د بیې راکښته کولو ستونزه لازیاته کړې ده.
د چین د احصایې د ملي ادارې یوه ویاند نن د دوشنبې په ورځ په بیجینګ کې خبریالانو ته وویل چې د چین پر اقتصاد باندې ځکه فشار زیات سوی دی چې چین هڅه کوي د یوه داسې اقتصاد څخه چې په صادراتو اتکا کوي ځان په یوه داسې اقتصاد بدل کړي چې د مستهلکینو پر تقاضا اتکا وکړي.