د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې سیلابونو له سلو زیات کسان وژلي


د چین حکومت ویلی چی د ملک په جنوب کی په سیلابونو کی لږ ترلږه ١٣٢ تنه مړه شوی او تقریبآ ٨٦ تنه لادرکه شوی دی.

د جون د دیارلسمی نیټی راهیسی د سختو بارونونو له کبله په ډیر شمیر سیندونو کی اوبه زیاتی شوی دی او د چین په جنوب کی ډیر شمیر کورونه ویجاړ شوی دی.

د چین دولتی ټلویزیون ویلی چی د جمعی د ورځی راهیسی د فوجان په ولایت کی د اته سوه زرو نه زیات خلک ایستل شوی دی.

په مخکنیو مطبوعاتی رپوټونو کی ویل شوی وو چی د یو میلیون نه زیات هغه کسان چی د دی سیندونو په غاړه یی کورونه درلودل د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره کړی شوی دی. د چین د هوا پیژندنی اداری خبرداری ورکړی چی د بارانی طوفانونه به نن او سبا ته هم دوام ولری.

XS
SM
MD
LG