د لاس رسي وړ اتصالات

چین هند تورن کړ چې ګډې سرحدي سیمې نظامي کوي


د چین د بهرنیو چارو وزارت هند هڅولی چې له سرحدي سیمو خپل ځواکونه وباسي
د چین د بهرنیو چارو وزارت هند هڅولی چې له سرحدي سیمو خپل ځواکونه وباسي

بیجینگ ویلي دي چې هند په دې بهانه چې د چین د سړک جوړولو پروژې د هند په سرحد تیری دی، خپله سرحدي سیمه یې نظامي کړې ده.

چین پر هند تورلګولی دي چې پر سرحد د چین د سړک جوړولو یوه پروژه یې ځنډولې.

چینايي چارواکي وايي د جون په میاشت کې هندي ځواکونه د پولې بلې غاړې ته د دونګلانګ سیمې ته داخل شوي او د سړک جوړولو یوه پروژه یې بنده کړې ده. دغه کار اوس د دواړو هېوادونو ځواکونه له بل سره مخامخ کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هند هڅولی چې له سرحدي سیمو خپل ځواکونه وباسي او "حالت نور خرابېدو ته پرېنږدي".

د رویټرز اژانس وایي د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګنګ شوانګ په بیجینګ کې خبریالانو ته وویل "د هند دا انګېرنه چې د سړک جوړول امنیتي خطرونه پیدا کوي، د منلو نه ده. چین په خپلې خاورې کې د سړک جوړولو حق لري".

ښاغلي ګنګ هند تورن کړ چې په تېرو کلونو کې د بیجینګ اندېښنو ته له پام کولو پرته د سیکیم د سرحدي ایالت په اوږدو کې تاسیسات جوړ کړي او ډېر شمېر عسکر یې هم دغلته ځای په ځای کړي دي.

بیجینګ وايي نوي ډهلي له چین سره په سرحدي سیمو کې ځواکونه هم ځای په ځای کړي دي. هند او چین له یو بل سر ۳۵۰۰ کیلیو متره ګډ سرحد لري چې ډېره برخه یې د سیکیم ایالت سره نښتې ده.

دواړه هېوادونو د دغه سرحد په ډېرو برخو کې لانجه لري. تراوسه هند د چین د دغو نویو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG