د لاس رسي وړ اتصالات

چین او هند هڅه کوي وروستي اختلافات حل کړي


د چین لومړی وزیر لیي کیګیانګ د یکشنبې په ورځ هند ته په رسیدو سره دغه هیواد ته خپل درې ورځنی سفر پیل کړی دی. دغه سفر څو ورځې وروسته له هغه نه ترسره کېږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د حمالیۍ په غرونو کې یو شدید سرحدي جنجال په سوله ایزه توګه حل شو.

چین وايي چې د لومړي وزیر د سفرونو د لست په سر کې د هند د نوم راتګ د دې ښکارندوی دی چې بیجینګ د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو ته څومره اهمیت قایل دی.


تمه کېږي چې د چین لومړی وزیر او د هغه هندي انډول منموهن سنګ به پر دې خبرې وکړي چې څنګه دواړه هیوادونو کولای سي چې په خپل مینځ کې د یوه اوږدمهاله سرحدي مسلې پر سره رابرسیره سوی جنجال حل کړي.

هند ته د چین د لومړي وزیر سفر په داسي حال کې ترسره کېږي چې د دوو اونیو نه لږ وخت مخکي د دواړو هیوادونو ترمنځ سخت سرحدي جنجال وروسته له هغه نه پېښ شو چې هند ادعا وکړه چې چین د حمالیې د غرونو د لداخ په سیمه کې د هند خاوره غصب کړې ده.

د دواړو هیوادونو ترمنځ اندېښنې هغه مهال رفع شوې چې دواړې خواووې بیرته پخواني حالت ته ستنې شوې.
XS
SM
MD
LG