د چین د گانسو په ولایت کي د سختو بارانونو په وجه نوري ځمکي هم ښوئیدلي او٢٠ کسه په کي مړه شوي او څه دپاسه ١٠ زره تنه بند پاته دي.
دا ځمکي د لانگ نان په ښارگوټي کي له یوې شپې پرله پسې باران په وجه راوښوئیدلې.
د گانسو په ولایت کي د ځمکي په ښوئیدلو کي څه دپاسه ١١٠٠ خلک مړه شوي دي چی زیاتره یې د ژاوکو په ښارگوټي کي وو. په دې ځای کي د تیري یکشنبې په ورځ د ځمکي یوه لویه ټوټه راجلاشوه . په پرونیو سختو بارانو کي نوري ځمکي هم وښوئیدلې چی د ژاوکو ښارگوټي ته یې غځیدلی سړک بند کړاو د ژغورني د چارو مخه یې ونیوله.
په دې ښارگوټي کي د چهارشنبې د ورځي راپدې خوا د چا د ژغورلو رپوټ نه دی ورکړه شوی او د سینهوا رسمي خبري آژانس وویل چی چارواکو اوس ژوندي پاته کسانو ته چی زیاتره یې د تیبت مالدار او کروندگر دي، توجه اړولې ده.
له بلي خوا د چین په جنوب لویدیځ کي د سیچوان په ولایت کي هم ځمکه ښوئیدلې، پنځه کسه یې وژلي دي او ٥٠٠ کسه بند پاته دي.