چین د پاکستان لپاره دوه مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته استولې دي چې د زیربناو په اړه تحقیقات وکړي، د زرعي تحقیق لپاره طبعي افتونه وڅاري او پدې برسبره په هغو پروژو هم نظر وساتي چې چین د ملیاردو ډالرو په ارزښت په پاکستان کې پیل کړیدي.
پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې دوه مصنوعي سپوږمکۍ یې د چین د شمال ختیځ نه د ځمکې مدار ( فضا) ته استولې دي.
د پاکستان د بهرنو چارو د وزرات ویاند محمد فیصل زیاته کړه چې د دغو سپوږمکیو نه یې یوه چې پاک ټیس A-1 نومیږي، په پاکستان کې جوړه شوی ده. هغه وویل " د سپوږمکیو په کامیابۍ سره د ځمکې مدار ته لیږل به د پاکستان او چین په خلا کې د کار کولو همکاري لا نوره قوي کړي"
محمد فیصل وویل چې د مصنوعي سپوږمکیو فضا ته د لیږلو نه وروسته به اوس پدی لړ کې د پاکستان په نورو ملکونو اتکا کمه شي.
ښاغلي فیصل وویل چې دغه به د چین پاکستان د اقتصادي دهلیز د لویې پروژې په اړه هم په معلوماتو ترلاسه کولو کې پکار راوستل شي. د پاکستان او چین د اقتصادي دهلیز په پروژې شاوخوا دری کاله پخوا کار پیل شویدی.
د چین پاکستان اقتصادي دهلیز یوه لویه اقتصادي پروژه ده چې چین به په پاکستان کې د ٦٠ ملیاردو ډالره سرمایه گزاري کوي.