د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې د کلتوري انقلاب کلېزه و نه لمانځل شوه


پنځوس کاله پخوا، نن ورځ د چین کمیونسټ گوند په خپل هیواد کې د کلتوري انقلاب غورځنگ پیل کړ، هغوي ادعا کوله چې دغه انقلاب به د چین ټولنه لا نوره عادلانه کړي. خو برعکس د چین کلتوري انقلاب په ټولنې کې په بشپړه توگه ټولنیزې او اقتصادي گډوډئ راوستې.

په ١٩٦٦ کال کې د مۍ په شپاړسمه نېټه د کمیونسټ گوند مشر ماؤ زېتونگ د خپل گوند د لوړپوړو چارواکو د دندو نه د گوښه کولو سره په دغه کمپاین شروع وکړه. چې هدف یې د منځنۍ طبقې د خلکو نه د کارگرې طبقې حقوق بیرته تر لاسه کول او کارگره طبقه په قدرت کې شریکول وو.

ماو چې د کوم چین ارمان لرلو هغه پوره نشو، خو په دغه هیواد کې سخت تشدد پیل شو. اقتصادي وضعیت تر دومره حده پورې خراب شو چې په زرگونو خلک د تشدد په پېښو کې ووژل شو او په زرگونو بندي او یا د مرگ په سزا محکوم شول.

اوس داسي ښکاري چې د چین حکومت غواړي د کلتوري غورځنگ ورځ بیخي هیره کړي او و یې نه لمانځي. په ټول هیواد کې په یوځاي کې هم په رسمي توگه کومه غونډه ونشوه. په دې برسېره په مطبوعاتو کې هم د دې ورځې د کلیزې یادونه ونشوه.

د چین په مطبوعاتو کې په لومړۍ پاڼه د ډانلډ ټرمپ او د بورس جانسن په هکله رپورټونه خپاره شوي وو.

روډرک مکفرگوهر چې په هارورډ پوهنتون کې د کلتوري انقالب کارپوه دی د گارډین ورځپاڼې ته وویل چې د چین اوسنې ولسمشر شي جین پینگ نه غواړي چې د کلتوري غورځنگ ترخه حقیقتونه یاد کړي.

د ماو د مرگ نه لس کاله وروسته په چین کې تشدد او مشکلات پیل شول. پنځه کاله وروسته د چین حکومت ومنله چې د ماو پالیسئ په دغه هیواد کې د تشدد سبب شوې.

د ماو ارزښتونه په چین کې نن ورځ هم خلک په دوو برخو کې ویشي.

XS
SM
MD
LG