د لاس رسي وړ اتصالات

د چین سیاسي مخالف لیو ژیاوبو په قید کې نوبل جایزه واخیسته


د چین سیاسي مخالف لیو ژیاوبو په قید کې نوبل جایزه واخیسته
د چین سیاسي مخالف لیو ژیاوبو په قید کې نوبل جایزه واخیسته

سږکال دنوبل دسولې جاېزه دچېن دحکومت ېوه قېد شوي مخالف لېو ژېاوبو وړې ده. د نوبل د جاېزې کمېټه واېې چې نوموړي ته د نوبل سولې جاېزه په چېن کې دبشري حقوقو لپاره دسوله اېزې مبارزې په وجه ورکړل شوه.

دناروې په پاېتخت اوسلو کی دنوبل د جاېزې کمېټې دا اعلان نن وکړ او وېې وېل چې نوموړې کمېټې دپخوا نه پوخ باور لره چې دبشري حقوقو او سولې په منځ کې ارتباط موجود دی.

ښاغلی لېو ژېاوبو پروسږکال دچېن حکومت د دولت پر خلاف په اصطلاح دتخرېبی اعمالو او خلکو دپارولو په تور په ېوولسو کالو شاقه حبس محکوم کړ.

دچېن حکومت دنوبل دجاېزې کمېټی ته مخکی داخبره کړی وه چهې دغه سړی ددې مستحق نه دی چې دسولې جاېزه واخلي. کله چې پروسږکال دنوبل د سولې جاېزه دامرېکا جمهور رېس بارک او باما واخېسته نو نړئ ټکان وخوړ ځکه چه دهغه دحکومت لا ېو کال نه ؤ پوره شویْ او په ېوه وخت کې په افعانستان او عراق دامرېکا په مشرئ جنگونو دوام درلوده.

XS
SM
MD
LG