د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین د رواني پر نوي قانون نیوکه کړې


په امریکا کې میشت د بشري حقوقو یوه سازمان په چین کې د راواني روغتیا پر یوه نوي قانون باندي نیوکه کړې ده او وايي چې دغه نوی قانون په دغه هیواد کې د روحي ناروغانو لپاره رایج دایمي بند له مینځه نه وړي.


په یوه ریپوټ کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، د بشري حقوقو د څار سازمان ویلي دي چې د چین د روحي ناروغانو نوی قانون د هغه نړیوال قانون سره تطابق نه کوي چې چین په ۲۰۰۸ کال کې ورته تعهد کړی وو. یادشوی نړیوال قانون د معیوبینو او روحي ناروغانو د حققوق د خوندي کېدو لپاره جوړ شوی وو.


دنړۍ د بشري حقوقو د څار د سازمان مشره سوفي ریجاردسن وايي چې د چین د روحي ناروغانو په نوي قانون کې حکومت روحي ناروغانو ته په بشپړه توګه پاملرنه نه ده کړې او په لړ کې یې اوس هم حکومتي ځواکونه او کورنۍ روحي ناروغان پرته د هغو د موافقې نه په بند کې ساتي او د حقوقي سلامشورو دپاره هم ورته زمنیه مساعده نه ده.

دغه راز د بشري حقوقو د څار سازمان په چین کې د وهلو ټکولو پېښو ته او د جبري دواګانو او شاک ورکولو پېښو ته چې روحي ناروغانو ته ورکول کېږي، اشاره کړې. همداشان یادشوي سازمان دا هم ویلي دي چې د روحي ناروغانو د تداوي د مراکزو څخه د سیاسي فعالینو او حکومت د منتقدینو پر ضد هم استفاده کېږي.

د بشري حقوقو د څار سازمان د دغو مراکزو څخه د سیاسي بندیانو د ژر تر ژره آزادیدو غوښتنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG