د لاس رسي وړ اتصالات

د چین سفارت وایي د پاکستانۍ ناویانو ویزې یې ځنډولي


په اسلام اباد کې د چین سفارت تائید کړیده چې په ٢٠١٨ کال کې د چینایي هلکانو او د پاکستاني نجونو د ودونو په اړه تحقیقات پیل کړیدي او پدغه لړ کې یې د ٩٠ ناویانو ویزې ځندولي دي.

داسې روپورټونه خپاره شوي دي چې د پاکستان نه نجونې په زوره چین ته د واده لپاره بول کیږي او هلته ترینه د جنسي غلامانو په توگه کار اخیستل کیږي او د ځینو د بدن غړي خرڅول کیږي.

د چین سفارت وایي چې پدې لړ کې یې د ٩٠ پاکستانۍ ناویانو ویزې ځنډولي دي. د چین د سفارت یو مامور لي ژیان ژاو پاکستاني رسنیو ته په خبرو کې ویلي دي چې په وروستیو کې د پاکستانۍ نجونو د ویزو په درخواستونو کې زیاتولی راغلی دی او د تیرو څو میاشتو په مودې کې سفارت ته ١۴٠ درخواستونه ورکړل شویدي. هغه وویل چې دغه سفارت ٥٠ ښځو ته ویزې ورکړیدي او د ٩٠ ناویگانو ویزې یې ودرولي دي.

د چین سفارت دا هم وویل چې حکومت یې په چین کې د دغې مسلې په اړه تحقیقات پیل کړیدي. هغه دا هم وویل چې تروسه پورې یې داسې شواهد ندي موندلې چې گونې دغه نجونې جنسي غلامي کوي او یا یې د بدن غړي خرڅ شوي وي. هغه وویل چې دغه رپورټونه په ټولنیزو رسنیو د دروغو د معلوماتو په نتیجه کې خپاره شویدي

ژاو وویل چې ١۴٢ نجونو د چینایي هکانو سره ودونه کړیدي او په دغو کې په ځینو کې د کورني تشدد شواهد موندل شویدي خو نور ټول ودونه د قانون په اساس شویدي.

پاکستاني پولیسو په تیرو څو اونیو کې یو شمیر چیناییان نیولي دي او تحقیقات ترینه کوي.

ښاغلي ژاو وویل چې چین د دغه ودونو په اړه تحقیقات کوي او که دغه تورونه سم ثابت شو نو هغوي به جینایتکارانو ته به سخته سزا ورکړل شي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم خبریالانو ته ویلي دي چې په دغه مسله د چین د حکومت سره په تماس کې دي.

XS
SM
MD
LG