د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې یو لوړ رتبه مامور د خیانت په تور محاکمه کېږي


د هانګ کانګ ورځپاڼه لیکي چې د چین د ولایتي پولیسو یو پخوانی مشر محاکمه به چې په دوو لسیزو کې یې په چین کې تر ټولو لویه سیاسي رسوايي رامنځ ته کړې ده، د راروانې میاشتې په پیل کې شروع شي.

د سوت چین مارنینګ پوست ورځپاڼې د نامعلومو سرچینو له قوله لیکلي دي چې د حقوقي ماهرینو یوه ځانګړې ډله تاسیس شوې ده چې د چانګکینک د ولایت د پولیسو د پخواني مشر ونګ لیجون محاکمه پرمخ یوسي. که چیري هغه تورن وګڼل شي نو د مرک سزا به پرې راووځي.

ونګ د چانګ کینک ولایت د ګوند د مشر بو زیلای یو مهم متحد و او ویل کېده چې د روان کال تر پایه پوري به د مرکزي کمېټې غړی هم شي، خو د قتل او اداري فساد په تور له خپلې وظیفې نه ګوښه کړل شو.

XS
SM
MD
LG