د بشري حقونو د څار سازمان د چهارشنبې په ورځ، نومبر ۲۲ (لیندۍ لومړۍ) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې چينايي مقاماتو ددغه هېواد په مسلمان مېشتو سيمو کې جوماتونو تړلي او هڅه کوي چې د دغه هېواد پر مسلمان لږکيو کنټرول زيات کړي.
په دغه راپور کې ويل شوي، چې د چين حکومت په وروستيو کلونو کې "د جوماتونو د تحکیم" تر پروګرام لاندې په یو شمېر جوماتونو کې یو لړ بدلونونه راوستي چې د هغو د ځینو برخو ویجاړول او بندول هم په کې راځي. راپور زیاتوي، چې په ځینو مواردو کې سیمه ییز چینایي چارواکې اسلامي معمارۍ لکه د جوماتونو ګنبدې او منارونه هم ړنګوي.
د بشري حقونو د څار په سازمان کې د چین د څانګې مشرې مایا وانګ امریکا غږ ته وویل، د چین حکومت جوماتونه "تحکیم" نه، بلکې بندوي. د وانګ په وینا، په چین کې د جوماتونو ویجاړول او بندول په دغه هېواد کې د اسلام د نفوذ او "په ازاده توګه د دیني فریضو د مخنیوي" لپاره د بیجینګ د هڅو یوه برخه ده.
خو په واشنګټن ډي سي کې د چین سفارت د بشري حقونو د څار سازمان د راپور موندنې رد کړې او ویلي یې دي چې بیجینګ "د قانون سره سم د خپلو اتباعو د مذهبي عقیدې د ازادۍ ساتنه کوي. "
په امريکا کې د چين د سفارت وياند ليو پينګيا وويل: "په چين کې بېلابېلې مسلمانې ډلې د مذهبي عقیدو، مقرراتو او دوديزو دودونو پر بنسټ د خپلو مذهبي مراسمو په ترسره کولو کې ازادې دي."
هغه د بشري حقونو د څار ادارې راپور ته په غير مستقيم ډول په اشارې وویل: "د حقایقو درناوی وکړئ، تعصب یوې خواته پریږدئ او بې بنسټه تبلیغات بند کړئ."
د بشري حقونو څار سازمان د چین د دولتي اسنادو، د رسنیو راپورونو او علمي مطالعاتو پر بنسټ ویلي، چې په جوماتونو کې د یو لړ بدلونونو کمپاین په ۲۰۱۶ کال کې د چین د ولسمشر شي جینپینګ له غوښتنې وروسته پیل شو چې د بېلابېلو دینونو او مذهبونو د "چیني کول" یې غوښتل.
شي جینپینګ په تیر اګست مياشت کې د شین ژیانګ ولايت ته د سفر په ترڅ کې چې زياتره اوسېدونکي يې اويغور مسلمانان دي د بېلابېلو دینونو او مذهبونو د "چیني کولو" د تګلارې پر پلي کېدو ټينګار وکړ. د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې د چین حکومت په شین ژیانګ کې د اویغوریانو د ځپلو او ځورولو لپاره پراخ کمپاین پیل کړی، خو چین دا تورونه ردوي.
د روان کال په مې مياشت کې د ولسمشر شي جینپینګ ستر سياسي سلاکار، وونګ هونينګ د چين د مسلمانانو ټولنې له مشرانو څخه وغوښتل چې د اسلامي مسئلو سره د چين هويت وتړي.
د بشري حقونو د څار سازمان د چین د کمونست ګوند د یوه سند پر بنسټ ویلي، چې د بېلابېلو دینونو او مذهبونو د "چیني کولو" او "د جوماتونو د تحکیم" پروګرام موخه، اسلامي "دود او دستور" ته د چینايي بڼې ورکول او د جوماتونو د شمېر کمول دي. د دغو پروګرامونو په چوکاټ کې، چینايي چارواکو په شینژیانګ کې دوه پر درېیمه جوماتونه ویجاړ او تړلي دي.
که څه هم چینايي چارواکو ویلي، چې د جوماتونو له ړنګولو او تړلو څخه یې موخه د دغه هېواد په کلیوالو سیمو کې پر مسلمانانو د "اقتصادي بار کمول" دي، خو په ډېرو مواردو کې د جوماتونو د ویجاړولو هڅې د ځايي مسلمانانو له مقاومت او د پولیسو سره په شخړو تمامه شوې ده.
ځينې شنونکي وايي، بېجينګ هڅه کوي چې چينايي مسلمانان بدل کړي او د چين کمونست ګوند ته یې ژمن کړي. په امریکا کې میشت چینایي مسلمان فعال ماجو امریکا غږ ته وویل: "د چین حکومت نه یوازې د جوماتونو بڼه بدلوي، بلکې په سیستماتیک ډول د ټول هیواد د جوماتونو کنټرول هم په لاس کې اخلي."
هغه زیاته کړه: "مسلمان ماشومان جوماتونو ته له تګ څخه منع شوي دي او دا اقدام دوی د خپلو پخوانيو نسلونو د ديني او کلتوري لارښوونو د زده کړې څخه محروموي. همدارنګه د چين حکومت په زياتره مسلمان مېشتو سيمو کې د جوماتونو د تړلو تګلاره پلې کړې ده چې له دې کار سره نه یوازې جوماتونو ته تلل د ځايي اوسېدونکو لپاره ستونزمن شوي، بلکې په تدريجي ډول به له چين څخه د اسلام د له منځه وړلو لامل شي."
فورم \ دبحث خونه