د لاس رسي وړ اتصالات

"د چین او امریکا تر منځ ښې اړیکې د ټولې نړۍ په ګټه دي" چین


"د چین او امریکا تر منځ ښې اړیکې د ټولې نړۍ په ګټه دي" چین
"د چین او امریکا تر منځ ښې اړیکې د ټولې نړۍ په ګټه دي" چین

د چېن دخارجه وزارت مرستېال چو تېان کای له سلو نه زېاتو خارجی خبرېالانو ته په پېکنګ کې ووېل چې د چېن اوامرېکا نېژدی او دوستانه اړېکی ددواړو هېوادونو لپاره ګټورې دي او همدارنګه د ټولی نړۍ لپاره هم ګټورې دي.

هغه ووېل چې تېرکال نړېوالو ددواړو ترمنځ اړېکوکې ډېره پاملرنه بدو خبرونو ته کوله، ددې په نتېجه کې داپوښتنی منځته راغللی چې اېا چېن اوامرېکا په هغه لاره روان پاتی کېدلی شی چې " دهمکاری لاره ورته وېل کېږي.

د چېن دخارجه وزارت مرستېال داسی ووېل :

" د ددې پوښتنی ځواب باېد ډېرروښانه او په ټېنګه ورکړل شی چې چېن او امرېکا پرته له دېنه چې له ېوبل سره همکاري وکړی بله هېڅ چاره نلري."

دهمدغی غونډې په ترڅ کې وانګ جېسی د پېکنګ په پوهنتون کې دنړېوالو مطآلعاتو رئېېس د چېن او ا مرېکا اړېکی عملی، واقعبېنانه او کاری اړېکی وبللی.

وانګ جېسی په دې برخه کې داسی وايی :

" د چېن او امرېکا اړېکو ته د دوستانه او غېردوستانه اړېکو اړېکو په نظر نه شی کتل کېدلی په دې کې زېاتره د مشترکی ګټی مسله پرته ده. دادواړه هېوادونه په تجارت او په نړۍ کې شرېکی ګټی لری، په دې توګه باېد چې دېته اجازه ورنکړی چی د اختلافاتو سېوری ددوی پرهمکاری باندی ولوېږي. "

د چېن اوامرېکا ترمنځ تاېوان لاتراوسه پورې هم ېوه ستره ستونزه ده. ېوبل چېنایی ماهر تاو وېېژېاو چې په چېن کې د علومود اکاډېمی مشر دی وايی چې د چېن لپاره د تاېوان مسله ېوه ډېره مهمه مسله ده ځکه چېن دتاېوان ټاپو چې اوس په مستقله توګه پرې حکومت کېږی ، دخپلې خاوری ېوه برخه ګڼی . تاو وېنژېاو په دې برخه کې داسی وايی:

"تاېوان لاتراوسه پورې د چېن لپاره ېوه غټه ستونزه ده. په ماضی کې چېن دامرېکا او چېن ترمنځ اړېکو کې د تاېوان مسله ډېره حساسه مسله بللی ده."

تاو وايی چې چېن له دې خبری نه نه ندی تېر شوی چې که چېرې تاېوان استقلال اعلان کړینو چېن به ېې په زورباندی له خپلې خاوری سره ېوځای کړی. چېن په سوونو توغندي تاېوان ته لمبر کړېدی. خو واشنګټن هم لوړه کړېده چې له تاېوان سره مرسته وکړی چې له خپل ځان نه دفاع وکړی. امرېکا پر تاېوان باندی د وسلو په خرڅولو سره، چېن څوڅو ځلې په غوسه کړېدی.

د چېن جمهوررئېس هو جنتاو به دراتلونکې سه شنبی په ورځ باندی واشنګټن ته په رسمی سفر باندی راشی. په دغه سفر کې له هغه نه توقع کېږی چې د چېن اوامرېکا ترمنځ په ډېرو حساسو اړېکو باندی دامرېکا له متحده اېالاتو سره خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG