د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما له دالای لاما سره ګوري، چین اندیښنه لري


چین اندېښنه لري چې د اوبام او دلای لما ملاقات به تبتیانو ته یو غلط پیغام ورکړي.
چین اندېښنه لري چې د اوبام او دلای لما ملاقات به تبتیانو ته یو غلط پیغام ورکړي.

چین خبرداری ورکړی که د امریکا ولسمشر بارک اوباما له دالای لاما سره وویني، ښايي د بیجنګ او واشنګټن دوه اړخیز روابط زیانمن شي.

ټاکل شوې چې ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ – نن- یو په یو له دالای لاما سره وویني. دغه یو په یو لیدو هدف هم همدا دی چې بیجنګ ناراضه نشي، خو چین دالای لاما ته د خطرناک بیلتونپال او جلا غوښتونکي په سترګه ګوري.

ولسمشر اوباما څو وارې له دالای لاما سره لیدلي دي او هغه یې " ښه ملګری" بللی دی. دالای لاما یو مذهبي مشر دی چې تبیتیان یې ډېر درناوی کوي.

خو چین اندېښنه لري چې د دغو دواړو ملاقات به تبتیانو ته یو غلط پیغام ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لي کنګ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل "دا ډول غونډې د تبت د بیلتون غوښتونکو ځواکونو ته، چې خپلواکي غواړي، غلط پيغام ورکوي او زموږ دوه اړخیز اعتماد او همکاري هم زیانمنولی شي."

د چین مرکزي حکومت او دالای لاما په وروستي ځل په ۲۰۱۰ کال کې خبرې کړې او له هماغې وروسته یې مذاکرات نه دي شوي.

تبتیان د مۍ په میاشت کې انتخابات کوي چې خپل صدراعظم وټاکي او داسې هیلې شته چې شاید له انتخاباتو وروسته به له چین سره د " منځنۍ لارې" په اړه مذاکرات، چې د تبت خپلواکۍ ته لار پرانیزي، روان پیل او روان وساتي.

دالای لاما له څو ورځو راهیسې په واشنګټن کې ډي سي کې دی، ده له بېلا بېلو امریکايي چارواکو سره په ملاقات سربېره، په پوهنتونونو او نورو غونډو کې له سیاستوالو، زده کوونکو او همدغه راز له یو شمېر تبتیانو سره هم ولیدل.

XS
SM
MD
LG