د لاس رسي وړ اتصالات

سي آی اې وايي افغانستان کې پرمختگ مشکل دی


سي آی اې وايي افغانستان کې پرمختگ مشکل دی
سي آی اې وايي افغانستان کې پرمختگ مشکل دی

د سي ای ا امر لیون پانیتا وايي چې په افغانستان کې پرمختگ زیات سخت دی او د هغه څه نه یې چې اټکل کیږي ورو وي.

پانیتا د امریکايي تلویزیوني چینل اې بی سی سره په خبرو کې د یکشنبې په ورځ وویل چې قواوې په افغانستان کې د اداري فساد، د مخدره موادو قاچاق، د طالبانو سره جگړه او د حکومت دارۍ په اړه د سترو چلنجونو سره په مبارزه لگیاد دي.

ده وویل امریکايي پوځیان په افغانستان کې زیاتیدونکی تشدد ویني. هغه وویل امریکايي مامورین داسې احساس کوي چې په افغانستان کې بریالیتوب یا ماته په دې پورې اړه لري چې ایا افغانان کولی شي د یوه موثر پوځ او پولیسو مسئولیت ومني که څنگه. هغه وویل افغانستان دې ته اړتیا لري چې دا حالت یقیني کړي چې طالبان په دې ملک مصئون ځای نه لري.

د شنبې په ورځ د امریکا د پوځ مشر امیر البحر مایک مولن د افغانستان او پاکستان چارواکي بیا ډاډه کړل چې د امریکا نوی سترقوماندان به د امریکا په ستراتیژۍ او ماموریت کې څه بدلون نه راوړي.

د امریکا د گډې درستیزوالۍ مشر مایک مولن د جنرال سټانلي مک کرستال د استعفی نه وروسته د چارشنبې په ورځ له افغانستان نه کتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG