د لاس رسي وړ اتصالات

د CIA یوه پخوانۍ ماموره په ایټالیا کې زنداني کیږي


اوسامه مصطفی حسن نصر چې په ابو عمر هم مشهور دی په ٢٠٠٣ کال کې د ایټالیا د میلان په ښار کې د سي آی ای اجنټانو نیولی و.
اوسامه مصطفی حسن نصر چې په ابو عمر هم مشهور دی په ٢٠٠٣ کال کې د ایټالیا د میلان په ښار کې د سي آی ای اجنټانو نیولی و.

د سي آی ای یوه پخوانۍ کارکوونکې چې د امریکا د "مجرمینو د سپارلو په فوق العاده پروگرام" کې د برخې اخیستو په خاطر په څلور کاله بند محکومه شوی ده، اوس ایټالیا ته لیږدول کیږي چې څلور کاله بند تیر کړي.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي سابرینا دی سوزا تیر کال د اکتبر په میاشت کې د اروپایي ټولنې په غوښتنه د پرتگال په لیزابن کې ونیول شوه. هغه د هغو ٢٦ امریکایانو له دلې څخه ده چې د ٢٠٠٣ کال د فبرورۍ په ١٧ یې په ترهگرۍ یو تورن مصری اوسامه مصطفی حسن نصر چې په ابو عمر هم مشهور دی د ایټالیا د میلان ښار په یوه کوڅه کې یرغمل کړ.

د مصر اوسیدونکی ابو عمر چې په ٢٠٠٣ کال کې امریکایي اجنټانو د ایټالیا په میلان ښار کې نیولی و.
د مصر اوسیدونکی ابو عمر چې په ٢٠٠٣ کال کې امریکایي اجنټانو د ایټالیا په میلان ښار کې نیولی و.

ابو عمر چې د سي آی ای له خوا له تښتونې وروسته بیا مصر ته لیږدول شوی و، په ٢٠٠٧ کال کې یې په قاهره کې د بخښنې د نړیوال سازمان په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو چې په مصر کې د پلټنو پر وخت شکنجه شوی دی.

د "مجرمینو د سپارلو د فوق العاده پروگرام" له مخې په ترهگرۍ تورن کسان له تښتول کیدو وروسته هغو مرکزونو ته لیږدول کیدل چې په کې هغوی د پلټنو په مهال شکنجه کیدل. دا پروگرام د ٢٠٠١ کال د سپتمر د ١١ له بریدونو وروسته د امریکا د حکومت د ترهگرۍ ضد ستراتیژۍ یوه برخه وه.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما دغه پروگرام څو کاله دمخه لغوه کړ.

میرمن دی سوزا د امریکا او د پرتگال تابعیت لري چې په ایټالیا کې یې د دیپلوماتانو په جامه کې کار کاوه، هغه وایي په دې خبره نه وه چې د ایټالیا محکمې محکومه کړې ده، او که خبره وایي د ځان د دفاع لپاره به یې د امریکا د حکومت د محرمو معلوماتو نه استفاده کړی وای.

د پرتگال د ابتدائیه محکمې له پریکړې وروسته میرمن دی سوزا د هغه هیواد عالي محکمې ته عریضه کړې وه چې ایټالیا ته ونه لیږدول شي. خو سترې محکمې هم د ابتدائیه محکمې پریکړه تائید کړې او اوس د پرتگال د قانون له مخې باید ستره محکمه خپله پریکړه ابتدائیه محکمې ته واستوَي او بیا به ابتدائیه محکمه پولیس خبروي چې د ایټالیایي مقاماتو په همکارۍ د هغې د لیږدولو پروسه بشپړه شي.

XS
SM
MD
LG