د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د عدلیه وزارت د سي آی ای د بندیانو په باب تحقیات پیل کړي


امریکا: د عدلیه وزارت د سي آی ای د بندیانو په باب تحقیات پیل کړي
امریکا: د عدلیه وزارت د سي آی ای د بندیانو په باب تحقیات پیل کړي

د آمریکا د عدلیې وزارت وايي چې په پام کې لري د هغو دوو مشکوکو تروریستانو د مرینې په باب جنايي تحقیات پیل کړي چې د سي آی ای سره بندیان وو.

ددغو تحقیقاتو اعلان پرون د پنجشنبې په ورځ دیوې اعلامیې په ترڅ کې د لوی څارنوال ایرک هولدر د خوا وشو. خبري سرچینو دغه دواړو مشکوک بندیان ګل رحمن او منادل الجمادي یادي کړي دي. ګلن رحمن په افغانستان کې په کال ۲۰۰۲ کې مړ شو او جمادي د عراق د ابو غریب په زندان کې مړ شو. د الجمادي هغو انځورونه چې دده جسد په یخي کې پیچل شوی د نړۍ په سطح یې یو لړ غوصې راوپارولې.

خو د آمریکا لوی څارنوال ددغو دواړو مشکوکو کسانو د هویت په باب په خپلې بیانیه کې څه نه دي ویلي.

دغه تحقیقات د یوه فیدارلي څارنوال د هغو دوو کلنو څیړنو یوه برخه ده چې د سي آی ای مربوط ۱۰۱ د مشکوکو ترهګرو قضیې یې څیړلي وې.

د یادونې وړ ده چې د پخواني جمهور ریْس جورج بوش د حکومت پر وخت د عدلیې وزارت یو لړ یاداشتونه صادر کړل چې په ترڅ کې یې ځینو د استخباراتو افسرانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د مشکوکو ترهګرو نه د تحقیاتو پر وخت د سختو تاکتیکونو نه کار واخلي چې په دوی کې د خوب نه محرومتیا، پر مخ اوبه شیندل او په اوبو کې ډوبول شامل وو.

څارنوال ایرک وویل چې هغو استخباراتي افسرانو چې د ښه نیت پر بنسټ خپل کار سر ته رسولی دی او دعدلیې وزارت لارښود یې تعقیب کړی دی هغوی به محاکمه نشي.

په آمریکا کې د مدني آزادیو اتحادیې د ایرک د بیانیې په تعقیب سره وویل چې دغه کوچني تحقیقات به د هغه غلطیو سره برابر نه وي چې شوي دي خو د سي آی ای ریْس چې ددفاع وزیر کیدونکی دی وايي چې د لوی څارنوال ایرک پریکړه به دغه سازمان ته دا لاره هواره کړي چې خپل د تاریخ دغه فصل وتړي

XS
SM
MD
LG