د لاس رسي وړ اتصالات

سي آی اې په پاکستان کې عملیات پراخه کوي


سي آی اې په پاکستان کې عملیات پراخه کوي
سي آی اې په پاکستان کې عملیات پراخه کوي

د امریکا یوه مهمه ورځپاڼه وایي چي واشنګټن غواړي په پاکستان کي د مرکزي استخباراتود ادرې ( سي آی اې ) مخفي عملیات چي هدف یې د افغانستان سره په سرحدي سیمو کي د یاغیانو د پټیدو د ځایونو له منځ وړل دي، پراخ کړي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي پرون د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ او ویې ویل چي امریکا په دې وروستیو هفتو کي د پاکستان نه غوښتي دي چي د سي آی اې زیاتو افسرانو او د اردو د خاصو عملیاتو روزونوکوته دي اجازه ورکړي چي هغه هیواد ته ورشي او په یاغیانو باندي په فشار اچولو کي د واشنګټن په هلو ځلو کي برخه واخلي.

په رپوټ کي ویل شوي دي چي اسلام آباد ددغو اضافي کارکونکو د ورلیږلو غوښتنه له دې کبله رد کړې ده چي په پاکستان کي د امریکا د زیات موجودیت له کبله اندیښنې لري.

دغه ورځپاڼه لیکي چي په پاکستان کي د سي آی اې د کارکونکو موجودیت تر زیاتي اندازې پټ او مخفي ساتل شوی دی، مګر د هغوي شمیر په دې وروستیو وختو کي زیات شوی دی.

دوال سټریټ ژورنال ورځپاڼي دا هم ویلي دي چي واشنګټن د اسلام آباد نه غوښتي دي چي د هغو ډلو په مقابل کي چي د القاعدې سره اړیکي لري " زیات شدید اقدامات" وکړي.

XS
SM
MD
LG