د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ۵ تنه امریکا ته د مخبرﺉ په تور نیولي


پاکستان ۵ تنه امریکا ته د مخبرﺉ په تور نیولي
پاکستان ۵ تنه امریکا ته د مخبرﺉ په تور نیولي

د پاکستان پوځ وايي دغو کسانو د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې لپاره جاسوسي کوله.

په هغوئ باندې دا تور لګول کیږي چې د امریکا کوماندو په لاس د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژلو نه مخکې یې دسي آی اې لپاره په پاکستان کې مخبري کوله.

لویدیځو خبري اژانسو هم نن په دې اړه د نیوېارک ټایمز په ورځپاڼې کې چاپ شوې مقاله تصدیق کړه.

ورځپاڼه ویي چې د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې دغه پنځه تنه مخبران وروسته دهغې وېنول چې سږکال د مئ په دوهمه نیټه په اېبټ اباد کې امریکايي کوماندو حمله وکړه او اسامه بن لادن یې ووژه.

په نیول شویو کسانو کې د پاکستان د پوځ ېوه جګړن هم شامل دی چې هغه دوه عرادې موټر به یې څارل او د هغوئ لمبر پلیټونه به یې لیکل چې د اسامه بن لادن د پټېدلو ځای ته په ابېټ اباد کې تلل راتلل.

نیویارک ټایمز لیکي چې د نیول شوو کسانو سرنوشت تر اوسه پورې څرګند نه دی. خو کله چې دسي آی اې رییس لیان پانېته اسلام ته ولاړ نو هلته یې ددغو نیول شوو مخبرانو د سرنوشت په اړه ورسره خبرې وکړې.

دسي آی اې یوې ویاندې د نیوېارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې مونږ د پاکستان د استخباراتي ادارو سره ډیرې ټېنګې اړېکې لرو او هر ډول مشکل چې راپېدا شي نو د حل لپاره یې ورسره خبرې کوو. مګر کله چې امریکايي عسکرو اسامه بن لادن ووژه، دواړو خوا په منځ کې تشنج زېات شوې دی.

XS
SM
MD
LG