د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن د کرزي د بیا نه کاندیدېدا هرکلی کړی


کلینټن د کرزي د بیا نه کاندیدېدا هرکلی کړی
کلینټن د کرزي د بیا نه کاندیدېدا هرکلی کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیری هلري کلنټن د ولسمشرحامد کرزي د دې اعلان هرکلی کړی چې نوموړی به په افغانستان کې د دریم ځل د ولسمشرﺉ لپاره ځان کاندید نکړي.

میرمن کلنټن وايي، یقینا باید د هغه د ځای ناستي د ټاکلو لپاره یو "فعال سیاسي بهیر" موجود وي.

کلنټن او د امریکا د دفاع وزیر لیان پنېته پرون سه شنبې دلته په واشنګټن کې د ملي دفاع په پوهنتون کې خبرې کولې.

کلنټن دغې غونډې ته وویل چې د اوباما اداره د ولسمشر کرزي پر حکومت پوره باور لري.

بل خوا، د دفاع وزیر لییان پنېته بیا وویل له دې سره سره چې د پاکستان د حکومت او د حقاني اورپکې ډلې په ګډون د اسلامی سختدریځو ډلو ترمنځ اړیکې شته، امریکا ددې هیواد سره د نږدی اړیکو د ساتلو نه پرته بله لار نلري.

هغه زیاته کړه چی د پاکستان حکومت د حقانی ډلی سره چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیمو کی پر امریکایی ځواکونو بریدونه کوي او د پاکستان په لویدیځ کی د اورپکو ډلو او د لشکر طیبه سره هم چی پر هند یی خونړي برید کړی، اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG