د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: افغانستان کې ملکي تلفات تر تیر کال زیات شوي


د بشري حقوقو یوه افغانه ډله وايي، سږکال تراوسه پورې په افغانستان کې ١٣٠٠ ملکیان وژل شوي چې د پروسږکال د همدې مودې پرتله په پیښو کې پنځه په سلو کی زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمسیون د یکشنبې په ورځ وویل چې طالبان په سلو کې د ٦٨ او ناتو په سلو کې ٢٣ د دغو وژنو مسئولیت په غاړه لري.

کمسیون ویلي دي چې د نورو ملکيانو د وژلو مسئولیت په اسانه نه څرگندیږي.

په عین حال کې افغان ماموران وايي، په یوې ځانمرگي موټربمي چاودنه کې چې د پولیسو یو کاروان یې د هرات په ولایت کې په نښه کړی ؤ، لږ تر لږه دوه افسران وژل شوي او یو شمیر ټپیان شوي دي.

په عین حال کې ناتو وویل چې د شنبې په ورځ د دوی د قواوو دری امریکايي عسکر په جلا جلا حملو کې د افغانستان په جنوب کې وژل شويدي. دوه تنه یې د یاغیانو په حمله کې او یوبل تن یې د بم په یوې چاودنه کې ووژل شول.

همدارنگه د شنبې په ورځ د هغو لسو کسانو مړي چې د یوی بشري مرستندویی مسیحي ډلې غړي وو او ټوپکوالاو دوی په بدخشان کې وژلي دي، کابل ته یووړل شول. په دوی کې شپږ امریکایان، یو جرمن او یو بریتانوی شامل دی. دوی د افغانستان په کلیو کې روغتیايي خدمات سرته رسول. د افغانستان مقاماتو ددوه تنو افغانانو مړي هم موندلي دي چې ددغې ډلې سره یې کار کاؤ.

د بین المللي همکارۍ د ماموریت آمر، ډرک فرانس، وویل چې افغان مقاماتو ده ته اطلاع ورکړ چې د شنبې په ورځ دوی په بدخشان کې دیوه ځنگله خوا کې د بشري کارکونکو مړي چې په گولیو سوري سوري شوي وو، موندلي دي.

د افغانستان طالبانو ددغې پیښې مسئولیت په غاړه اخیستی دی. د طالبانو یوه ویاند بشري کارکونکي په دی تورن کړل چې دوی مسیحیت خپراوه.

ددغه روغتیايي ټیم افغان موټر چلونکي پولیسو ته وویل چې ده په ننواتو او د قران کریم په لوستلو سره ځان خلاص کړ.

د بشري تعاون ماموریت د مسیحیت د تبلیغ تور ردوي او وايي چی دوی یواځې کلیوالو ته د سترگو د ناروغیو د علاج لپاره نورستان ته ورغلي وو.

XS
SM
MD
LG