د لاس رسي وړ اتصالات

تېرکال د امریکا پوځي عملیاتو کې ۷۶ ملکي افغانان وژل شوي- پنټګان


د دغه کلني راپور په اساس د امریکا د پوځ عملیاتو کې د ملک تلفات د ۲۰۱۷م کال پرتله په بیساري ډول کم شوي
د دغه کلني راپور په اساس د امریکا د پوځ عملیاتو کې د ملک تلفات د ۲۰۱۷م کال پرتله په بیساري ډول کم شوي

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت پنټګان په تازه راپور کې وایي چې د دوی په پوځي عملیاتو کې په افغانستان، عراق، سوریه او سومالیا کې ۱۲۰ ملکيان وژل شوي او ۶۵ نور ژوبل شوي دي.

د پنټګان په کلني راپور کې (پنجشنبه مۍ۲) ویل شوي دي چې په دغو کسانو کې یې ۷۶ په افغانستان، ۴۲ په عراق او سوریې او دوه په سومالیا کې وژل شوي دي. د ۲۰ مخونو په دغه راپور کې د امریکا د پوځ هوايي او ځمکني عملیات ثبت شوي دي.

امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د قاطع ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو په ننګه وخت ناوخت له طالبانو او داعش جګړه مارانو سره جګړه کوي. دوی ډېر کله د بي پیلوټه الوتکو په واسطه پر اورپکو هوايي بریدونه کوي.

د دغه کلني راپور په اساس د ملکي تلفاتو شمېر د ۲۰۱۷م کال په پرتله په بیساري ډول کم شوی دی. په ۲۰۱۷م کې په دغو هېوادونو کې د امریکا د پوځ په عملیاتو کې شاوخوا ۸۰۰ ملکیان وژل شوي وو.

د امریکا پوځ وايي د ملکیانو د تلفاتو د کموالي یو علت دا دی چې په عراق او سوریه کې د داعش جګړه مارانو پر ضد عملیات ورو او کم شوي دي.

ره له دې چې امریکايي ځواکونه وايي چې په پوځي عملیاتو کې یې ۷۶ ملکیان وژل شوي خو، یوناما بیا د فبرورۍ په میاشت کې په ۲۰۱۸م کال په افغانستان کې د حکومت پلوو ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۱۸۵ ملکیانو د وژل کیدو خبر ورکړی.

د قاطع ماموریت ځواکونه هم د افغان حکومت پلوي ځواکونه بلل کیږي. د امریکا پوځ وايي چې د ملکیانو د تلفاتو د ثبتولو او ټولولو په برخه کې د یوناما او امریکايي پوځ میتود او تګلاره توپیر کوي، ځکه یې شمېرې هم توپیر لري.

د بخښنې نړیوال سازمان د اپریل په میاشت کې وویل چې د امریکا د ملاتړو ځواکونو په هوايي بریدونو کې په سوریه کې څه باندې۱۶۰۰ ملکیان وژل شوي دي.

د متحدو ایالتونو کانګرس پنټګان مجبوروي چې هرکال په خپلو پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو شمېر خپور کړي.

XS
SM
MD
LG