د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ویلي چې د سوریې په رقه ښار کې د جگړې په میدان کې گیر پاتي ملکي وگړي د جگړې "نه منونکې بیه" گالي او د هغه په وینا په جگړه کې ښکیلو ډلو ښایي نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي وي.
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر زید رعد الحسین د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې "سخت اندیښمن یم داسې نه چې په جگړه کې ښکیلې ډلې د نړیوالو بشري قوانینو اساساتو ته په درناوي کې پاته راشي".
په رقه کې په زرگونو ملکي وگړي په داسې حال کې د جگړې په منځ کې گیر پاته دي چې د څه دپاسه دوو میاشتو راهیسې د امریکا د متحده ایالاتو تر حمایت لاندې قواوی د داعش نه ددې ښار د بیرته نیولو لپاره په جگړه بوختې دي.
د عفو نړیوال سازمان هم ویلي دي چې په رقه کې ایسار شوي ملکي وگړي نه یواځې د داعش د تاوتریخوالي او قساوت قرباني دي، بلکه د هغو هوایي بریدونو زیان هم دوی ته رسیږي چې هدف یې د داعش د مرچلو ویشتل دي.
د سوریې دموکراتیکې قواوی چې په کې کردي جنگیالي او عرب وسله وال چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف یې ملاتړ کوي، شامل دي، د جون د میاشتې له شپږمې څخه د داعش له منگلو څخه د رقه ښار د ازادولو لپاره جگړه پیل کړې ده.