د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن ناروغه ده او کلفورنیا ته یې سفر ځنډولی


د امریکا د ډموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنیټن به نن د دوشنبې او سبا د سې شنبې په ورځو د کلفورنیا په ایالت کې کمپاین ونکړي لکه څنګه چې یې مخکي پلان درلودی ځکه میرمن کلینټن سینه و بغل سوې ده.

د هغې دا ناروغي تر پرون ورځې پوري اعلان سوې نه وه او وروسته له هغه څخه یې کمپاین اعلان وکړ چې هغه سینه و بغل سوې چې د سپتمبر د یوولسمې نیټې د یاد په مراسمو کې د ګډون پرمهال د یو نیم ساعت وروسته ناروغه سوه او د مراسمو څخه ووتله.

د مراسمو څخه د هغې د وتلو ویډیو خپره سوه چې څو کسه مرسته ورسره کوي چې موټړ ته ننوځي.

دغه ۶۸ کلنه کاندیده په عین ورځ د خپل لور چیلسي د اپارټمان څخه چې په نیویارک کې دی، بیرته راښکاره سوه او د خپلو ملاتړ کونکو سره یې روغبړ وکړ.

،،هغې خبریالانو ته وویل چې ،،ښه ده او دا چې د نیویارک د ښکلې ورځې څخه خوند اخلي. ،،

د میرمن کلینټن ډاکټر وروسته وویل چې هغه د ګرمۍ او زیاتې تندې له کبله د مراسمو څخه ووتله او اوس یې صحي وضیعت ښه دی.

وروسته میرمن کلینټن د چپاک په ښارګوټي کې خپل کور ته ولاړه.

د هغې کمپاین ویلي چې کلینټن لومړۍ ټوخی کوی او د جمعې په ورځ د معانیانو وروسته معلومه سوه چې سینه وبغل نیولې ده.

په داسې حال کې چې د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یواځي دوې میاشتې پاته دي، د میرمن کلینټن د روغتیا مسله به ښايي په کمپاین کې په یوې موضوع بدله سي.

ډونالډ ټرمپ به چې دهغې مخالف ده ددې موضوع څخه غټه موضوع جوړه کړي ځکه هغه ویلي دي چې کلینټن د ولسمشرۍ د کار دپاره حوصله نلري.

تیره میاشت ټرمپ چې د ۷۰ کالو دی ډاکټر یې د هغه د صحت په هکله یو لیک خپور کړ او په کښي راغلي دي چې ،،ټرمپ دومره په صحي لحاظ روغ دی چې تراوسه پوري د هغه په شان صحتمند کس جمهوري ریاست ته انتخاب شوی نه دی.،،

خو وروسته بیا د هغه ډاکټر وویل چې دا نوټ یې په پنځه دقیقو کې په داسې حال کې چې د ټرمپ د کمپاین لیموزین دباندي ورته ولاړ وو، په بیړه کې لیکلی دی. هغه ځکه دا خبره وکړه چې د روغتیا د برخو ماهرین او ډاکټران وايي چې دا ډیره غیری عادي خبره ده چې یو ډاکټر دې دومره په اطمینان سره د یوه چا د صحت په هکله د یو لړ لیک خپور کړي او بیا دي د غیر معمولو صفاتو څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG