د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن وایي ټرمپ د تور پوستو امریکایانو په اړه نا خبر دی


د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د مقام لپاره د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ تل د دیموکرات ګوند په کاندیدې هیلري کلنټن دا تور لګاوه چې هغه نژاد پرسته او متعصبه ده. په هیلري کلنټن د ټرمپ بل تور دا و چې یوازې د تور پوستو امریکایانو رایې یې خوښې دي خو په بې روزګارۍ او جرمونو په مخنیوي کې بیا د هغوي هیڅ خیال نه ساتي.

خو میرمن کلنټن چې پرون د پنجشنبې په ورځ یې د نیواډا په ایالت کې خپلو پلویانو ته وینا کوله، د تور پوستو امریکایانو په برخې کې یې د ډانلډ ټرمپ څرګندونې د " سپکاوي" او "ناپوهۍ" نه ډکې وګڼلې.

هیلري کلنټن وویل کله چې ټرمپ د تور پوستو امریکایانو په هکله خبرې کوي، یوازې "د ناکامۍ، قتل، مخدره موادو او خرابو ښوونځیو" یادونه کوي.

کلنټن پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې ټرمپ پدې ندی خبر چې د تور پوستو پوهنتونونو نه څومره کسان فارغیږي، څومره یې ښه کاروبارونه لري او دا چې څومره زیات یې په کلیساګانو کې د خپلې ټولنې په خدمت لګیا دي.

د دیموکرات د ګوند کاندیدې همدارنګه وویل چې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت تور پوستو او هسپانوي نژادو ته د کورونو په مسلې کې په ټرمپ دعوې هم کړیدي.

کلنټن وویل " همدا ټرمپ وه چې ټینګار یې کاوه چې جمهور رئیس براک اوباما په کینیا کې پیدا شوی. "
خو د جمهوري غوښتونکو کاندید ډانلډ ټرمپ بیا د دغو انتقادونو په ځواب کې ویلي دي چې کله چې د دیموکراتانو نورې پالیسۍ کار ورنکړي نو پخپلو مخالفینو د تعصب تور لګوي. ټرمپ وایي دا ډول تور لګول د دیموکراتانو په کتاب کې "زړه مسله ده. "

XS
SM
MD
LG