په امریکا کي د خلکو د نظر معلومولو یوه سروې ښيي چي د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن ددې هیواد په خلکو کي تر ولسمشر براک اوباما او بل هر سیاسي شخصیت لوړ نوم او شهرت لري.
د ( کویني پیاک ) د پوهنتون په یوه سروې کي چي د جمعې په ورځ خپره شوې، ویل شوي دي چي هغو امریکایانو چي نظر یې پوښتل شوی په سلو کي ٦١ یې هیلري کلینټن غوره کړې او په سلو کي ٥١ یې ولسمشر اوباما غوره کړی دی.
هیلري کلینټن تر دې تیري اونۍ پوري لا د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه او د ولسمشر اوباما په کابینه کي یې څلور کاله دا وظیفه تر سره کړه. نوموړې د ښاغلي اوباما په لومړۍ دوره انتخاباتو کي د هغه سیاله هم وه.
هیلري کلینټن څه نه دي ویلي چي دا به د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکوانتخاباتو کي بیا ځان کاندید کړي که نه، په داسي حال کي چي ددې خبري آوازه زیاته خپره ده.