د لاس رسي وړ اتصالات

د بریکس سازمان غړي غواړي چې د نړیوال بانک په څیر خپل بانک ولري


د هند صدراعظم من موهن سینگ نن په نوي ډهلۍ کي د نړۍ د پنځو مخ په پرمختیا او سترواقتصادي قدرتونو دسازمان یا بريکس د مشرانو د يوي ورځنۍ عالي غونډي په پاي کي مخ په پراختيا ملکونو باندي غږ وکړ چي دخپلو پرمختياوي اړتياوو د پوره کولو لپاره بايد په خپله پيسي پيدا کړي.

ښاغلي من موهن سينگ په نوي ډهلي کې ددغي يوي ورځني غونډي په پاي کي وينا کوله. په غونډه کي په دي باندی غور وشو چي دنړيوال بانک بانکي سرمايه په څه ډول پراخه شي چي دمخ په پرمختيا ملکونو سره زياته مرسته وکړي او هم يو نوی انکشافي بانک جوړ شي چي سرمايه او پيسي به ورته د نړۍ پنځه ستر اقتصادي قدرتونه، برازيل، روسيه، هند، چين او جنوبي افريقا برابروي.

د پنځو پرمخ تلونکو اقتصادي قدرتونو د سازمان یا بريکس غړي هیوادونه دنړۍ څلويښت فيصده نفوس لري او کوم نوی انکشافي بانک چي په پام کي نيول شوی دی، بې له دي چې دلويديځو ملکونو په پانګې او يا مرستي باندي اتکا وکړي دنړۍ پرمختگ کونکو ملکونو سره به مرسته کوي ، بانکي اعتبار به ورکوي او پانگه به په کي اچوي.

په سنگاپور کي دIHS Global Insight په نامه د يوې موسسې اقتصاد پوه ، راجيو بيسواس آمريکا غږ ته وويل چي که يو نوی نړيوال پرمختياوي بانک جوړ شي نو کيدی شي چي په نړيوال اقتصاد باندي د اروپايي اتحاد د موجوده اقتصادي بحران ناوړه اغيزې کمي شي.،،زما په فکر هيڅ ضروري نه ده چي دا نوي پرمختياوي بانک بايدهرو مرو دموجوده نړيوال بانک سره سيالي او رقابت وکړي. زما په عقيده دغه ملکونه اوس دومره ډيري پيسي لري چي کولي شی په موجوده سختو شرايطو کي چي د اروپا اقتصاد د يوه غټ بحران سره مخ دی، دنړۍ د اقتصاد په سمولو کي مهم رول ولوبوي)).

بيسواس په دي نظر دی که يو نوي بانک جوړ شي نو دا به دبريکس دسازمان د غړو ملکونو يو ډيرمهم عملي اقدام وي،ځکه چي پخوا يي په دي برخه کي عملا ډيرکم کار کړي و.د بريکس د سازمان د غړو ملکونو مشرانو په خپله خپره شوي مطبوعاتي اعلاميه کي دلويديځو قدرتونو په اقتصادي پلانونو باندي ډير کلک انتقادونه وکړل او ويي ويل چي دهغوي ځينی اقتصادي پاليسۍ دنړۍ مخ په ودي ملکونو ته ډير زيان رسوي.

XS
SM
MD
LG