د لاس رسي وړ اتصالات

د چین په کانونو کې خونړۍ پیښې: لنډ تاریخ


د چین په کانونو کې خونړۍ پیښې: لنډ تاریخ
د چین په کانونو کې خونړۍ پیښې: لنډ تاریخ

د ٢٠٠٢م کال د جون په شلمه نیټه دچین د ډبرو سکرو په کان کې دطبیعی گاز چاودنه شوی وه چې یو سلو یولس تنه کارگر پکی وژل شوی وو.

ښايي چې ددغې ټکان ورنکی پیښی ډیر ناارامه کونکی اړخ داوی چې هغه نادره پیښه نه وه. دژغورنی کمزورو مقرراتوپه چین کې دکانونوکار بی ساری خطرناک کړیدی .

د روانې پیړۍ په لومړیو پنځوکلونو کې په چین کې پنځه تباه کونکی پیښی شویدی چې څه دپاسه سل تنه پکی وژل شویدی .

د ٢٠٠٥ کال د فبروری په څوارلسمه د طبیعی گاز چاودنه وشوه چې دلیاونگ ولایت دسنجیاوان په کان کې يي څه دپاسه دوه سوه تنه وژلی وو.

له دغې پیښی نه دوه میاشتی دمخه ١١٦ تنه وژل شوی وواودشانکسی ولایت دشین جیاشن په کان کې په زهرجن گاز یو سلو یوڅلویښت تنه وژل شوی وو.

له دغې تباهی نه فقط یوه میاشت مخکی دهینان په ډیمپینگی کان کې یوسلو اته څلویښت کارگر وژل شوی وو. په ٢٠٠۴ کال کې د چین په کانونو کې تقریبآ شپږزره دری سوه تنه وژل شوی وو.

داکثرو دغو پیښو ډیر کم رپوټوه ورکړشویدی، حتئ د چین په مطبوعاتو کې ،ځکه نو دومره کوښښ ندی شوی چې ددغې تباهی غم وخوړل شی.

په وروستیو وختو کې په چین کې د کان د یوې پیښی په باره کې رپوټ خپورشویدی چې هغه د ٢٠٠٠ کال دسیپټمبر په ٢٧مه د موچونگاو دکان چاودنه وه.

د چاودنی په علت دننه په کان کې یوسلو پنځوس کارگر بند پاتی شوی وو. خواړه او اوبه ورته دپائپ له لاری رسیدلی چې دوی ژوندی پاتی شی په داسی حال کې چې دژغورنی هڅی روانی وی. لیکن دغو هڅو گټه ونکړه او په کان کې ټول بند پاتی کارگر مړه شول.

ځینی وخت ددی لپاره چې په کانونو کې دژغورنی کارونه ښه سرته رسیدلی وی، کانونه بندیږی او له دغو بندیدونه سمدستی وروسته په کانونو کې تباهی پیښیږی مگر په غیر قانونی توگه کارونه پکی روان وی.

په ١٩٩٠م کال کې شپږ پنځوس دکان کارگر هغه وخت مړه شول چې دکان غار راولید اوپه چینکسی کې سیلاو راغی. د دوه زر ه څلورم کال دنومبر په میاشت کې دژغورنی دستونزو په علت د سیشوی کان وتړل شو.

په کان کې چاودنه وشوه چې شپږ څلویښت کارگريي ووژل او ورسره نژدی کان ونړیده چې څه دپاسه نولس تنه پکی ووژل شول .

په ١٩۴٢ م کال کې په چین کې دکانونو داسی تباه کونکی پیښه شوی وه چې پخوايي هیڅ ساری نه و لیدل شوی.

دا پیښه په منچوریا کې شوی وه، په هغه وخت کې منچوریا جاپان اشغال کړی وه او په دغه پیښه کې ( ١٥۴٩ ) تنه وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG