د امریکا په مشرئ د ائتلافي ځواکونو د ګډې قوماندانئ ګوښه کیدونکی قوماندان او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مرستیال قوماندان نن دوشنبې په کابل کې خپل مسولیتونه نوي ځای ناستي ته وسپارل.
د مراسمو وروسته په لنډو خبرو کې جنرال ډیویډ راډریګز وویل د افغانستان په ځینو ګڼ میشتو هغو سیمو کې تشنج کم شوی چې ائتلافي ځواکونو ورته ډیر پام اړولې و خو په کلیوالو سیمو کې لاهم نا امني دوام لري.
جنرال راډریګز وویل د افغان ملي امنیتي ځواک جوړول نا تکمیله دي خو ائتلاف غواړی دا روزنه هرڅه ژر چې یې امکان وي مخکی یوسي.
جنرال راډریګز خپل مسولیتونه د امریکا د اردو بل جنرال کورتیز سکاپاروتي ته وسپارل.