د لاس رسي وړ اتصالات

کارټر: د داعش په خلاف جګړه به نوره هم سخته شي


اش کارټر ویلي دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د خپلو قوماندانو سره په هغو لارو چارو خبرې وکړي چې څنګه د داعش خلاف جګړې ته زور ورکړي.

کارټر وویل چې داعش باید په سوریه او عراق کې له منځه ولاړ شي. هغه داعش د "سرطان" سره مقایسه کړ او ویې ویل چې سوریه او عراق هغه ملکونه دي چې داعش "پکښې سر پورته کړی دی."

د امریکا د دفاع وزیر آش کارټر دغه خبره په عربي متحده اماراتو کې وکړه. هغه هڅه کوي چې د خلیج هیوادونه ته تشویق کړي چې د داعش په خلاف د عراق د حکومت سره مرسته وکړي.

کارټر وویل " دا مهمه ده چې د داعش د ماتیدو په صورت کې داسې یوه ځای قوه موجوده وي چې پرینږدې داعش بیرته سر راپورته کړي."

د دفاع وزیر په اماراتو کې د الظفرې په هوايي ډګر کې د امریکا د پوځي او دیپلوماتیکو چارواکو سره وکتل. د الظفرې هوايي د اډې څخه د امریکا په مشرۍ ایتلاف د داعش په خلاف د هوايي بمباریو لپاره کار اخلي. همدارنګه امریکا د دغه اډې څخه د استخباراتي او کشفي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره هم کار اخلي.

د خپل سفر په جریان کې به، کارټر سعودي ته هم ولاړ شي او هلته به د خلیج د هیوادونو د همکاري د شورا د غړو هیوادونو د دفاع د چارو د وزیرانو سره هم وګوري.

د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما به هم سعودي ته ولاړ شي. ویل کیږي چې اوباما به د خلیج د شورا د غړو هیوادونو نه وغواړي چې د عراق هغه ځایونه چې د داعش سره په جګړې کې ویجار شوي دي جوړ کړي. کارټر وویل چې بیاجوړونه، "نړیوال کار دی او ډیر شمیر هیوادونه کولای شي چې په دې برخې کې مرسته وکړي."

کارټر به د خلیج د همکارۍ د شورا د غړو سره په دې هم خبرې وکړي چې څنګه کیدای شي چې د داعش خلاف جګړه لا موثره شي. هغه ویلي دي چې امریکا به د داعش خلاف خپل پوخي کمپاین ته نور هم زور ورکړي.

XS
SM
MD
LG