د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین کې یو ټوکمار د ولسمشرۍ د انتخاباتو لمړی پړاو وگاټه


ولادمیر زلینسکي ۴١ کلن دی او سیاسي سابقه نه لري
ولادمیر زلینسکي ۴١ کلن دی او سیاسي سابقه نه لري

د اوکراین د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لمړي پړاو کې د دغه هیواد یو مشهور ټوکمار چې سیاسي سابقه او تجربه نه لري، د نورو کاندیدانو مخکی شویدی

ولادمیر زلینسکي چې ۴١ کلن ټوکمار دی او د ټي وي په یوې پروگرام کې یې د ولسمشر کردار لوبولی دی، په سرویگانو کې هم د ولسمشر پوروشینکو نه مخکی و.

زلینسکي په لمړي پړاو کې ٣٠٪ رای اخیستي دي او اوسني ولسمشر پوروشینکو ١٧.٥٪ رای اخیستي دي.

د اوکراین د قانون په اساس که یو کاندید د ٥٠٪ نه زیاتې راې واخلي نو انتخابات به دوهم پړاو ته غځیږي. دوهم پړاو به د اپریل په ٢١ ترسره شي.

د اوکراین په انتخاباتو کې ټول ټال ٣٩ کاندیدان برخه اخلي او دغه ټول د روسیې سره د یوځای کیدو پلویان نه دي.

XS
SM
MD
LG