د لاس رسي وړ اتصالات

د اف بي آی مخکني مشر د ټرمپ اداره په دروغ ویلو تورنه کړه


کومي وايي هغه او اف بي ای فکر کوي چې روسیې د امریکا په انتخاباتو کې مداخله کړې ده
کومي وايي هغه او اف بي ای فکر کوي چې روسیې د امریکا په انتخاباتو کې مداخله کړې ده

د پنجشنبې په ورځ ( جون۸) د امریکا سنا استخباراتي کمیټې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مخکنی مشر جیمز کومي استماعیه غونډه ته وربللی و.

کومي سناتورانو ته وویل چې د ټرمپ ادارې د هغه او اف بي آي په اړه دروغ ویلي دي. هغه وايي ده فکر کاوه چې ټرمپ به دروغ وايي او له همدې کبله یې له ټرمپ سره تر هرې غونډې ورسته یادښتونه لیکل.

خو سپینې ماڼۍ یوې ویاندې د ښاغلي کومي دغه ادعا رد کړه او ویلي چې ولسمشر ټرمپ دروغجن نه دی.

د سنا د استماعیه غونډې ډېره برخه دا وه چې ایا روسیې د امریکا د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې مداخله کړې وه کنه.

وکیلانو همدغه راز له ښاغلي کومي څخه په دې اړه هم پوښتنې وکړې چې ولسمشر ټرمپ خو به له هغه په دې اړه تحقیقاتو د درېدو غوښتنه نه وي کړې.

جیمز کومي د خپلو خبرو تر پیلېدو مخکې قسم وکړ چې دروغ به نه وايي.

ښاغلي کومي وویل چې ولسمشر ټرمپ له هغه غوښتي وو چې هغه ته وفاداره واوسې او داغوښتنه یې هم ترې کړې وه چې د همکارانو په اړه یې پلټنې ودروي. هغه وايي ما ټرمپ ته ویلي وو چېرښتینی به واوسم.

ښاغلي کومي وویل ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ په ۱۴ نېټه هغه ته تیلیفون وکړ او له هغه یې وغوښتل چې د ملي امنیت د مخکني مشاور، مایکل فلین په اړه تحقیقات ودروي. نوموړي وویل ټرمپ ورته ویلي وو چې فلین ښه سړی او غرض مه پرې لره.

مایکل فلین د ټرمپ مرستیال میک پنس ته په واشنګټن کې د روسیې له سفیر سره د ملاقات په اړه د غلطو معلوماتو د ورکولو له کبله له دندې لېرې کړل شو.

د روسیې مداخله

جیمز کومي وویل د ټرمپ له لوري له دندې تر شړل کېدو مخکې یې له ولسمشر سره درې وارې مخامخ ملاقاتونه کړي وو او شپږ وار یې تیلیفوني تماسونه نیولي وو.

کومي ټېنګار وکړ چې په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه هېڅ شک نلري او دا خبره یې هم وکړه چې اف بي آی قوي باور لري چې روسیې د ټرمپ د بریاليتوب لپاره په انتخاباتو کې مداخله کړې وه.

یو شمېر دیموکرات سناتوران وايي چې په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د تحقیقاتو د نه کولو غوښتنه د عدالت ضد کار دی.

ښاغلي کومي د استماعیه غونډې پر مهال یو شمېر سوالونو ته ځواب ونه وایه او زیاته یې کړه چې دغو سوالونو ته په دا ډول غونډو کې ځواب نشي ویلی.

د جمیز کومي استعماعیه غونډه په امریکا کې یوه لویه سیاسي مسئله بلل کیږي او ټولې رسنۍ پر همدې غونډې متمرکزې وې.

XS
SM
MD
LG