د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې کاناډايي قوماندان برطرفه شو


افغانستان کې کاناډايي قوماندان برطرفه شو
افغانستان کې کاناډايي قوماندان برطرفه شو

په افغانستان کی د کاناډایي قواوو قوماندان ددې تورونو له آمله له کاره برطرفه شوی چې ناوړه شخصي روابط یې لرل.

د کاناډا پوځ وایی چی په افغانستان کی یی د خپلو ٢٥٠٠ عسکرو د قوماندې صلاحیت د برید جنرال دانیل مینارد نه اخیستی .

پوځ زیاته کړه چی د دې تورونو تحقیق کوي خو په دی اړه یی نور جزیات ورنکړل.

د کانادا پوځ وایي چې په افغانستان کی پخواني قوماندان برید جنرال جان وینسي ته په مؤقته توگه د پوځ د قوماندې دنده تر هغه پورې سپارل شوې چی جنرال دین میلنر دغه وظیفه په دایمی توگه اشغال کړي.

XS
SM
MD
LG