د لاس رسي وړ اتصالات

آیا تعلیم، نژادي کرکه له منځه وړای شي؟


 د امریکا د کانگرس غړي وایي خلکو ته باید د بیلو ټولنو مذهي او دودیزو ارزښتونو د درناوي لارښوونه وشي
د امریکا د کانگرس غړي وایي خلکو ته باید د بیلو ټولنو مذهي او دودیزو ارزښتونو د درناوي لارښوونه وشي

په متحده ایالتونو کې د نژادي کرکې سره د تړلو پېښو د زیاتوالي اندېښنې د خلکو په منځ کې هم مخ په زیاتیدو دي.

د کرکې سره د تړاو په وروستۍ پېښه کې یو سپین پوستی پدې تور ونیول شو چې د جون په اتلسمه یې د افریقایي الاصله امریکاییانو په یوې تاریخي کلیسا کې نهه تنه ووژل.

ددې پېښې نه وروسته د څوارلسو ساعتونو دپاره په تورن پسې کلک لټون پیل شواو په پای کې د دیلن روف په نوم یو یوویشت کلن هلک د نورت کرولاینا په یو ترافیکی تم ځای کې ونیول شو.

هغه ته یی پلار د هغه د ځیږیدنې په یو ویشتمې کلیزې باندی یو ټوپک د سوغات په توگه ورکړ چې بیا هغه په هماغه ټوپک نهه تنه عبادت کونکي ووژل.

دیلن روف په ټولنیزو شبکو کې پر نورو نژادونو باندی د سپین پوستانو د تفوق او برتري په اړه خپل شخصي نظر په وار وار څرگند کړی و.

دغې پېښې یو ځل بیا په امریکا کې چې پکې هر وگړی د وسلې د واک قانوني حق لري د نژاد او د وسلو د کنترول په تړاو بحثؤنه را وپارول.

د کانگرس غړی جان گارامیندي وایي خلکو ته باید دا لارښوونه وشي چې پدې هیواد کې د بیلو ټولنو مذهي او دودیزو ارزښتونو ته درناوی وشي. هغه وایي، «مونږ پوهیږو چې د کرکې سره تړلي جرمونه کیږي. تبعیض شته او ترې ویره هم شته خو مونږ باید خلکو ته د تعلیم په مټ غوره لاره وښیو. تعلیم پدې بهیر کی خورا مهم دی څو مونږ د نورو وگړو پر ارزښتونو ، مذهبي او دودیزو ستونزو پوه شو چې بلاخره مونږ ټول یو شان یو.»

کارپوهان وایی په امریکا کې د کرکې سره تړلي جرمونه غیر معمول ندی. که څه هم په جنوبي کارولاینا کې د زیات شمیر کسانو د وژل کیدو له امله دا تر ټولو ناوړه او خونړۍ پېښه وه.

په الاباما کې دیره د جنوب د بی وزلۍ قانوني مرکز په نوم ېوې ادارې د سروې پر بنسټ ددوه زره دریم نه تر دوه زره پنځلسم پورې ددې هیواد په گوټ گوټ کې د کرکې سره تړلې څلور زره یو سلو شل قضیې ثبت شوې دي چې پدې کې شپږ پنځوس تنه وژل شوي هم دي.

د کانگرس بل غړی پدې نظر دی چې په مهمو پوستونو کې د اقلیتي ډلو د غړو گمارل ددې ستونزې دپاره د حل تر ټولو غوره لاره گڼل کیږي. هغه زیاته کړه، «مونږ باید د اقلیتي ټولنو غړي پر مهمو دولتي او امنیتي دندو وگمارو مثلآ سکان د خلکو د خوندي ساتنې، د پولیسو په لیکو کې، د اور وژنی په چارو او داسی نورو وگمارو...څو په ټولنه کې د هغوي حضؤر تر سترگو شي او هغو کسانو ته چې په څیره رنگ او د جامو په اغوستو کې له نورو څخه توپیر لري، په منفي نظر ونه کتل شي.»

د سپتمبر د یولسمې نېټې څخه را وروسته په متحده ایالتونو کې پر اقلیتي ډلو او ټولنو باندې بریدونه مخ په زېاتیدو دي.

د کانگرس غړې، زووي لوفگرین، دا مني چې د اقلیتی قومي ډلو په وړاندې د تبعیض سره مبارزه سوکه وه.

هغې پدې اړه خپل غبرگون داسې څرگند کړ، « په کورني جنگ کې په دواړو خواو کې زمونږ په ملیون هاو وگړي ووژل شول. غلامان آزاد شول خو تبعیض ختم نه شو او اوس چې مونږ یوه ټولنه یو، یوازی د تور پوستو او سپین پوستو نه بلکه د گڼ شمیر نژادونو او قومونو گډه ټولنه ېو، زه فکر کوم چې مونږ به دا مبارزه وگټو خو د پرمختگ په لور خوځښت مو خورا زیات سوکه دی.»

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره وایي دکرکې جرمونه د عنعنوی جرمونو لکه قتل، اور اچونې او وران کارۍ په څېردي چی د تعصب عنصر هم ورسره مل دی.

XS
SM
MD
LG