د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د فساد په ضد بسیا کار ندی کړی - راپور


د نړیوال شفافیت د ۲۰۱۷ کال په راپور کې افغانستان د څلورو مفسدو هېوادونو په کتار کې راغلی دی

د نړیوال شفافیت ادارې د فساد په ضد د افغان حکومت پر مبارزي ناخوښي ښودلې خو ارګ خپلې کړنې اغیزناکې بولي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل چې حکومت د فساد په ضد ملي تګلاره جوړه کړه، عدلي او قضايي مرکز یې جوړ کړی او یو شمېر لوړ پوړي افغان چارواکي د فساد په تور محکوم کړل چې په خبره یې دا ټولې د فساد سره د افغان حکومت کلکه مبارزه په ډاکه کوي.

بل لور ته د شفافیت نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې چې څو ورځې مخکې خپور شو ویلي دي چې افغانستان د فساد په ضد مبارزې کې ټاکل شويو هدفونو ته رسېدلی نه دی. راپور وايي اداري فساد په افغانستان کې سولې، امنیت او ثبات ته هم زیان رسولی دی.

د ددغې ادارې یوې غړې رخسانه نانایاکارا ویلي دي" تر څو چې حکومت د فساد په ضد جدي مبارزه ونکړي، ستونزمنه ده چې په دغه برخه کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پایداره هدفونو ته ورسیږو، بې وزلي ختمه کړو، امنیت ټينګ کړو."

د نړیوال شفافیت په راپور کې دا هم راغلي دي تر څو چې "بډې اخیستل روان وي او مالي منابع د مفسدینو لاسونو کې وي، نړیوال خصوصي شرکتونه به په افغانستان کې پانګونو ته زړه ښه نکړي او دا فساد د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او نشه يي توکو پر ضد مبارره هم اغیزمنه کړې" ده.

ښاغلي مرتضوي وویل په تېرو شاوخوا دریو کلونو کې یې "څه باندې ۱۰۰ شرکتونه چې په یو ډول نه یو ډول فساد کې دخیل وو او قانون یې تر پښو لاندې کړی و، په تور لست" کې شامل کړل شوي دي.

باید څه وشي؟

د نړیوال شفافیت ادارې افغان حکومت ته وړاندیز کړی چې باید د فساد په ضد د مبارزې "قانون جدي تطبیق کړي، د پېسو د وینځلو- په غیرقانوني ډول د پېسو انتقال/راانتقال- مخه ونیسي، د نشه يي توکو د قاچاقو د سرچینو او نور جرمونو پر ضد کلکه مبارزه وکړي،" چې د فساد ضد مبارزه یې نتیجه ورکړي.

دغې ادارې افغان حکومت ته دا وړاندیز هم کړی چې د چارواکو د شتمنیو او جایدادونو د ثبت سیستم غښتلی کړي او یقیني کړي چې ثبت کېدونکې پانګونې او جایدادونه له قانوني لارو چارو ترلاسه شوي دي. پر دې سربېره د قراردادونو په ورکو او اخیستلو کې د روڼتیا وړاندیز یې هم کړی دی.

د نړیوال شفافیت د ۲۰۱۷ کال په راپور کې افغانستان د څلورو مفسدو هېوادونو په کتار کې راغلی دی. د شفافیت نړیوالې ادارې د ۱۰۰ او صفر ترمنځ دولتونو ته نومرې ورکړي دي، ۱۰۰ تر ټولو پاک او صفر تر ټولو فاسد دولت بلل کیږي. افغانستان له ۱۰۰ څخه ۱۵ وړې او په لست کې ۱۷۷ فاسد دولت دی.

افغانستان ته په ۲۰۱۶ کال کې هم ۱۵ نومرې ورکړل شوې وې، خو په ۲۰۱۵ کال کې ۱۱ او په ۲۰۱۴ کې ۱۲ نومرې ورکړل شوې وې.

XS
SM
MD
LG