د لاس رسي وړ اتصالات

افغان فعال د ٢٠١٧ کال د دموکراسۍ جایزه وگټله


ښاغلی پارسا په ٢٠١٦ کال کې په یو وسلوال برید کې کلک زخمي شو.
ښاغلی پارسا په ٢٠١٦ کال کې په یو وسلوال برید کې کلک زخمي شو.

د دموکراسۍ لپاره ملي بڼست یا (National Endowment for democracy) تیره اونۍ د متحده ایالاتو په کانگرس کې د ٢٠١٧ کال د دموکراسی جایزه هغو پنځو مدني فعالانو ته ډالۍ کړه چې په خپلو هیوادونو کې د اداري فساد په وړاندې مبارزه کوي.

په هرات کې د نهادونو د هماهنگۍ مسول، خلیل پارسا، د دې جایزې یو له گټونکو څخه دی.

پر ښاغلي پارسا په ٢٠١٦ میلادي کال کې په هرات کې په یو وسلوال برید کې نهه مرمۍ ولگیدې او کلک زخمي شو.

دغه مدني فغان د اداري فساد په وړاندې د خپلو فعالیتونو او د مفسدو چارواکو په اړه بحثونو له کبله څو څو ځلي گواښل شوی دی.

د متحده ایالاتو په کانگرس کې د ولسي جرگې مشر پاول راین، د اداري فساد په وړاندې د ښاغلي پارسا سرښیندنې وستایلې.

خلیل پارسا وایي په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې مبارزه هر افغان دنده ده او زیاتوي چې فعالین او مدني ټولنه مسولیت لري چې د اداري فساد په گډون د ټولنې نیمگړتیاوو په وړاندې خپل غږ پورته کړي.

​د دموکراسۍ لپاره ملي بڼسټ یو شخصي او غیر انتقاعي نهاد دی چې هدف یې په ټوله نړۍ کې د دموکراتیکو نهادونو تقویه دی. دغه بڼسټ هر کال څه د پاسه زر جایزې هغو خلکو او ډلو ته ډالۍ کوي چې د دموکراتیکو هدفونو لپاره د ٩٠ څخه ډیرو هیوادونو کې هلې ځلې کوي.

د پارسا ترڅنگ سږکال د دموکراسۍ جایزې د گواتیمالا، اوکراین، انگولا او مالیزا مدني فعالانو ته ډالۍ شوې.

XS
SM
MD
LG