د لاس رسي وړ اتصالات

"فوق العاده" فاسد هیوادونه د لندن فساد ضد غونډه کې


لندن به د پنجشنبې په ورځ د فساد پر ضد د یوې غونډې کوربه وي
لندن به د پنجشنبې په ورځ د فساد پر ضد د یوې غونډې کوربه وي

ډیویډکامیرون وايي د فساد پر ضد د لندن د پنجشنبې غونډې ته داسې مشران هم راځي چې هېوادونه یې په فساد کې ډوب دي.

د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون افغانستان او نایجریا په فساد کې ډوب هېوادونه یاد کړي دي. ښاغلي کامیرون دا څرګندونې د برتانیا له دویمې ملکې الیزابت سره خبرو دا کړې دي.

هغه د مایکروفون له لارې غږېده او خبرې یې ثبت شوي، خو معلومه نه ده هغه پوهېده چې خبري یې ثبتیږي که نه. نوموړي وویل "د فوق العاده فاسدو هیوادونو ځيني مشران بریتانیا ته راروان دي". ښاغلی کیمرون د "افغانستان او نایجریا په هکله غږیږده – د نړۍ دوه تر ټولو ډیر فاسد دولتونه".

ټاکل شوې چې لندن د پنجشنبې په ورځ د فساد په وړاندې د مبارزې د یوې غونډې کوربه وي. د اسوشیټډ پرس وايي ښاغلي کامیرون په مشخص ډول د افغانستان او نایجریا نومونه واخیستل چې په -غالب ګمان د نړۍ تر ټولو مفسد هېوادونه دي-.

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د نایجریا ولسمشر محمد بحاري هم په دغې غونډې ګډون وکړي، په غونډه کې به د بډې اخیستلو، پېسو د وینځلو او د فساد د نورو برخو د مخنیوي پر لارو چارو بحثونه کیږي.

دغو دواړه کسان په ۲۰۱۴ کال کې د خپلو هېوادونو ولسمشران وټاکل شول.

XS
SM
MD
LG