د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې فساد زیات شوی دی- سروې


په دغې سروې کې سپینه ماڼۍ تر ټولو فاسده بلل شوې ده
په دغې سروې کې سپینه ماڼۍ تر ټولو فاسده بلل شوې ده

د یوې نوې سروې په اساس۶۰ فیصده امریکایان فکر کوي چې د ولسمشر ټرمپ له راتګ وروسته یې په هېواد کې اداري فساد زیات شوی دی.

د نړیوال شفافیت ادارې په امریکا کې د ۱۰۰۰ کسانو سره د مرکو په اساس ویلي دي چې سپینه ماڼۍ د امریکا تر ټولو فاسده اداره ده.

په هرو ۱۰۰ امریکانو کې یې ۴۴ فکر کوي چې په هېواد کې یې اداري فساد زیات شوی دی. دا ارقام په ۲۰۱۶ کال کې ۳۶ وو:

د نظر پوښتنې له مخې په هرو لسو امریکایانو کې اووه یې په دې فکر دي چې حکومت یې د اداري فساد سره په مبارزې کې ناکام دی. په سروې کې پوښتل شویو افریقايي-امریکایانو پولیس تر نورو ډېر مفسد بللي دي.

خو د هرو ۱۰۰ امریکایانو څخه۷۴ کسانو ویلي چې عام خلک د فساد په ضد مبارزه کې مهم رول لوبولی شي او مظاهرې او د غږ اوچتول له دغې ستونزې سره د مبارزې تر ټولو ښه لار ده.

د شفافیت په نړیوالې ادارې کې د امریکا استازي زوی رېیټر وویل" دا واضحه خبره ده چې خلک په امریکا کې فکر کوي چې اداري فساد لا بد بدتر شوی دی. د تېرکال په نظر پوښتنې کې د امریکا کانګرس بد یاد شوی و خو سږکال سپینه ماڼۍ تر ټولو مفسده بلل شوې ده. زموږ چارواکي پر واشنګټن د خلکو د باور په بیا پیداکولو کې پاتې راغلي او داسې ښکاري چې هغوې لا د اشرافو ګټو ته ژمن دي".

د نړیوال شفافیت ادارې د سه شنبې په ورځ ( ډسمبر ۱۲) دا نظر پوښتنه خپره کړې ده. د نظر پوښتنې په اساس امریکایان پر خپل حکومت کلکې نیوکې کوي چې ولې د اداري فساد په ختمولو کې جدي اقدامات نکوي.

په نظر پوښتنې کې محلي اداري د امریکا تر فدرال ادارو ښې یادې شوي دي.

XS
SM
MD
LG