د لاس رسي وړ اتصالات

کندوزیان: د ناامنیو تر څنګ رشوت خوري هم زیاته شوې


د حکومت تر څنګ مدني فعالان هم د فساد او رشوت خورۍ ضد مبارزې کې مرسته کوي.

په کندوز خلک وايي له تیرو دوه کالو راپه دیخوا چې په دغه ولایت کې جګړې زیاتې شوي، ورسره په دولتي ادارو کې فساد او د رشوت اخیستل هم زیات شوي دي.

دوي وايي هر ډول غیر قانوني کار د پیسو په زور اجرا کیږي او د ښار دننه ځینې دولتي ځمکې په یوه او بل نامه د ځینو مسولینو سره په شراکت خرڅیږي.

د کندوز د ځوانانو امر عبدالغفور هوتک وايي چې فساد رشوت اخیستل، او نور غیرقانوني کارونه اوج ته رسیدلي .

" په یو قرارداد کې یو ریاست ته ۶۵ میلیونه افغانۍ راغلې ۳۰ فیصده یې مصرف نه شوې، په کنایه کې مې ځینو مسولینو ته ویلي دي، له بله اړخه په کندوز کې ۳۰ زره جریبه ځمکه غیرقانوني یو چاته ورکړل شوې ده او اوس ددغه ښارګوټي د جوړیدو په بدل کې یو چارواکی ۳۰۰ زره ډالر اخیستي."

خو لوړ پوړي چارواکي بیا په دې ټینګار کوي چې که له چا رشوت غوښتل کیږي دوي باید ولایت ته خبر ورکړي او د فساد مخه ونیسي.

خو فعالین وایي څوک چې کار یې په دولتي ادارو کې بند وي او چارواکیو ته په یوه اداره کې دفساد خبر ورکړي ، ددې پر ځای چې کار یې خلاص شي او دفساد مخه ونیول شي بیا په څو چنده زیات رشوت هم خپل کار نه شي خلاصولای.

د کندوز یو تن اوسیدونکی عبدالبصیر وهاج وايي په دولتي ادارو کې د فساد او رشوت اخیستو په اړه داسې وايي" د فساد د له منځه وړلو لپاره موثر لار داده چې باید له ټیټو ادارو پیل وکړو، فساد ټولنه له منځه وړي، او فساد چیرته دی په همدې دولتي ادارو کې دی، او همدغه دولتي کسان چې فساد غندي هم دوي فساد کوي."

د کندوز یو تن اوسیدونکی عبدالجمیل وايي چې په دولتي ادارو کې فساد یا رشوت ورکول او اخیستل عادي شوی دی.

هغه ویل چې اوس خلک د رشوت ورکولو لپاره واسطې کوي چې رشوت ترې واخیستل شي او کارونه یې ورته خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG