د لاس رسي وړ اتصالات

د آرام سمندر په ساحلي هیواد کوستاریکا کي پرون د چهارشنبې په ورځ یوه سخته زلزله شوي



د آرام سمندر په ساحلي هیواد ( کوستاریکا ) کي پرون د چهارشنبې په ورځ د یوې سختي زلزلې رپوټ ورکړه شو او چارواکو د سمندر د اوبو د راجگیدو یا
( څونامي ) خبرداری ورکړی، خو دا خبرداری بیرته فسخ شو.

د امریکا د جیولوجیکي سروې اداره وایي چي ددې زلزلې قوت ٧.٦ درجې و او مرکز یې له ( سان هوزې ) نه ١۴٠ کیلو متره لیري و.

ددې زلزلې په وجه په ( کوستاریکا ) کي ځمکي ښوئیدلي او ځینو ودانیوو ته تاوانونه رسیدلي دي. اسوشیټیډ پریس خبري آژاننس ویلي دي چي تر اوسه پوري یې د یوه تن د وژل کیدو خبر اخیستی دی او هغه هم د زړه د حملې له کبله مړ سوی دی.
XS
SM
MD
LG